مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

قاموس ليکنه او لغتپوهنه


قاموس ليکنه لکه څنګه چي نوم يې څرګندوي، د قاموسو له تألـــــيف او ليکني سـره سروکار لري . په بله وينا، قاموس ليکنه عملي او تطبيقي لغـــت پوهــــنه ده. قــامـوس ليـــکوونکـــی د لغــت پوهني له اصولو، قواعدو او نظريو څخه د يوې ژبي د قاموسو په ليکنه او تأليف کي ګټه اخلـي . د لغتپوهني د ژبنييو علمي څانـــګــو (مـانـاپوهني او ګرامر)او د قاموس ليکني د عمـــلي اړخـو تر منځ ګډو اړېکو، د اوسنييو قامـــوســـو د جوړښت او محتـــوياتو له بشپړتيا سره، په زړه پوري مرسته کــړې ده.

د قاموس ليکني تمرين اوږد او مستقل دود دئ، چــي د معــاصـرو ژبنيیو علمي څانګو تـــر پيدايښت پېړۍ پېړۍ اوږد تاريخ لري . قاموس ليکني، د لغتپوهني (چـــي پـه تېرو څلوېښتو کلونو کي پيل سوې ده)په ګډون د بېـــلابېـلو ژبنييو علمي څانګو پر بډاينه او پرمخـــتګ لــــويه اغــــېزه ښندلې ده. د لغـــتپوهني اساسات په څرګــنــده ښيـــي، چي دا پــــوهه به پـــه راتلونـکي کـــي د نوو علمي قاموسو په را منځ ته کېدو کي د قاموسو (Jackson and Amvela 215) ليـکوالـو او ژباړونکو ته ډېر څه وړاندي کړي .
 






Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery