مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په قاموسو کي د را غونډو سوو کليمو د بېلابېلو مشتقاتو يادونه


په معاصره قاموس لیکنه کي بله مهمه موضوع، د راغونډو سوو کليمو د بېلابېلو مشتقاتو لنډه يادونه او سپړنه ده؛ ځکه په هره ژبه له هغې ډلي څخه په پښتو کي داسي ټکي، ترکــيبونه او اصطلاحات خورا ډېر دي، چي په اصل او ريښه کي له يوې مادې څخه راوتلي دي؛ خـــو د وخت په تېرېدو سره د بېلو کليمــــــو او ترکيبو په بڼه را منځ ته سوي دي؛ مثــــلاً ورورولــــي، ورورګلوي، وروري، ورورپالنه، ورور وژنه او داسي نور ټول د�ورور� له ټکي څخه را وتلي دي . د �ود�له کليمې څخه، چي اوس زموږ د خلګو په ورځنيیو محاورو کي له منځه ته تللې ده د ويدا، وده، ويــده، ودنه، واده، ودول، ودېدل، ودون، ودوونکی، ودېدونکی، ودېدونې، ودېدون، ودېدنه، ودونه او نورو ټکي راوتلي دي(حبيبي،�د کلـــــماتو مــــرګ او ژونــــد،�کابل۱۰،۲). جـــګه غــاړه، لکـه غاړه، غاړه غړول، غاړه ايښوول، غاړه اغوستل، غاړه بندول، غاړه خلاصول، غاړه غړۍ، غاړه په غاړه، لاس تر غاړه او داسي نور ټول هغه اصطلاحات او محاورې، چي د�غاړي� له مــــادې څخه مشتق سوي دي؛ او هر يو يــې جلا مانا لري .

له نېکه مرغه، په پښتو کي د کليمو د اشتقاق لمن ډېره پراخه او غني ده. په زياتره ټکو کښي يې له آره د اشتقاق زوروَره تومنه ګډه ده؛ د مثال په توګه پوهيالی، پوهنيار، پوهنمل، پوهندوی، پوهنوال او پوهاند ټول د پوهي يا پوهني له ريښې څخه را ټوکېدلي دي، چي د پوهنوَر(د شمله ور، مټوَر، غموَر او داسي پر وزن)، پوهنغر ( د پوهي غر)، پوهنلمر (د پوهي لمر) او داسي نـــورو پــــه شان ترکــــيبي ټــــکي هــــــم په دې ډلـــه ور ګډېدلای سي . يا په پاړسي کي ميخانه، ميکده، می پرست، مـــی فروش، مـــي خــــوار، ميگون، میگسار،
میگساری او داسي نور چـي ګرده د�مـی�له کليـمې څــــخه را ټوکېدلي دي . په اوروپایي ژبو، خاصتاً انګرېزي کي هم د داسي مشتقاتو لمن خورا ارته ده؛د مثال په تـــوګــــه :
�liberticide�, �liberalizing�, �liberalizor�, �liberalize� , �liberalism�, �liberal � ,
او داسي نــور، �liberalization�, �liberalist�, �liberty � , �liberality�, �liberate�, �liberator�,
له لاتيني ټکي څخه راوتلي دي؛ او د پېړييو پېړييو پـــه اوږدو کي يې (liber) چــــي ټـــول د ازاد په مانــــا د
د خلګو له اړتياوو سره سم بېلابېل بچي او لمسي زېږولي دي . البته په انګرېزي کي د کليمو بچي او کورنۍ زياتره په دوو لارو جوړيږي :
سره د ډول ډول تـــــــړلو يــــا ناخپــــلواکــــــو مـــــــارفيـــــمو(free morpheme) - له يــــوه خـــپلواک مــــــارفيم
د يو ځای کېدو له لاري؛ لکه:(bound morpheme)
state (verb)
stated, stating
خپلواک مارفيم (تر ټولو کوچنۍ مانا داره واحد) دئ؛ په داســــــي حال کــي چي په�state� په پورتني مثال کي
تړلي يا ناخپلواک مارفيمــــــونه دي؛ او په انګـــرېزي کـــــي يې �ing�کي �stating� او په�ed�کي �stated�
يا د کليمو اوښتي صرفي شکلونه هم بولي .�inflections�
څخه د اشتقاق پر بنسټ؛ لکه په دغو مثــــالــــو کي : (state) - له اصلی کليمې يا خپلواک مارفيم
stateable, statement, misstate, restate, understate.
په دې توګه اشتقاق هغه لغوي بهير يا عمليه ده، چي په هغــــې کـــي د بېلابېلو ضميمـو(مختاړو او وروستاړو)
له کليمې �resign� په زياتولو سره له يو موجود ټکي څخه نوي ټکي، عبارتونه او ترکـيبونه جـــوړيږي؛ مثـلاً د
شاونـدی يو ځــــــای سوی؛ او په وار �ure� له کليمـې سره د �depart� وروستــــــاړی يـــــا د �ation� سره د
(Jackson and Amvela 82) بېل ټکي منـــځ ته راوړي دي .�departure� او �resignation� سـره يې د

په عربي قاموسو کي عموماً له يوې ريښې څخه را وتلي مشتقات د هغو تر اړونده مصــــدرو لاندي کاږي؛ لکه : شراب، شارب، شربت، مشاربه، مشروب او داسي نـــور، چي ټـول بـــې الفبايي ترتيبه د�شرب� تر مصدر لاندي
؛ حال دا چي په پښتو او پاړسي فرهنګو کي زياتره مشتق (Wehr 462الهنائي الأزوي ۳۸۰ ؛) کښل سوي دي
سوي کليمې هر يوه د الفبې د تورو په ترتـــيب، د بېـــلو قاموسي ټکو په بــــڼه راوړل کيږي . دلته په انګرېزي کي د بېلابېلو کليمو په جوړښت کـي د صرفي ضمايمو د بدلون راوستو ځيني نوري بولګې ښيو، چي اشنايي يـې د قاموسو لوستونکو ته بې ګټي نه ده :
Noun:
Base form Stem+plural Stem+possessive Stem+plural+possessive
boy boys boy�s boys�
Adjective:
Base form Stem+comperative Stem+superlative
cold colder coldest
Verb:
Base form Stem+3rd person singular Stem+ past
eat eats ate
Stem+participle Stem+present participle
eaten eating
په دې ټولو حالاتو کي، د ګرامر له پلـــوه د اړونده ټکـــو اصلـي ډول یا اصلي کټګوري نه اوړي . په بله وينا اسم، صفت او فعل ګرده د پخـــوا په څېر د اســم، صفت او فعل په بــــڼه پاتيږي .

په انګرېزي کي اشتقاقــــــي ضميمې عمدتاً پر دوه ډوله دي :
الف) هغه اشتقاقي ضميمــــــې، چي په موښلولو سره يې د کليمو نوعيــــت یا ډول اليشـــيږي . له دې کبـــــله
په نامه يـــــــاديږي؛ لکه په دغو مـــــثالو کـــــي :(word class changing) د اوښتونکو ټکو
resign (verb)+ ation (derivational affix)= resignation (noun)
leak (verb)+age (derivational affix)= leakage (noun)
accurate (adjective)+y (derivational affix)= accuracy (noun)
free (adjective)+dom (derivational affix)= freedom (noun)
fright (noun)+en (derivational affix)= frighten (verb)
glory (noun)+fy (derivational affix)= glorify (verb)
(Jackson and Amvela 88-89).
ب)هغه کليمې چي له اصلي جوړښت سره يې د ضميمو په زياتولو سره، په ګرامري نوعیــت يا ډول کي بدلون نه راځي؛ لکه :
Nouns:
noun + affix= noun
malaria + anti = anti-malaria
scholar + ship = scholarship

Verbs:
verb + affix = verb
join + ad = adjoin
agree + dis = disagree
judge + pre = prejudge

Adjectives:
adjective + affix = adjective
social + anti = anti-social
kind + ly = kindly
possible + im = impossible
په انګرېزي کي قيدونه د اسم، فعل او صفت په بڼه په نورو اشتقاقي کليمو نه اوړي . په بل عبارت، قيدونه له (Jackson and Amvela 90-91) نورو صرفي ضميمو سره په ګـــــډه، بېلي کليمې نسـي جــــــــوړولای
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery