مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

څوک بايد د نوو ټکو د جوړولو واک ولري؟


دا خبره علمي اساس نه لري، چي نوي ټکي بايد هرومرو د ژبپوهـــانو يــا نــورو مسلکي کسانو له خوا وضعه سي. که د نوو ټکو وضعه کول يواز ي د ژبپوهانو مسووليت وګڼو؛ او نورو کسانو، په تېره بيا ادبپوهانو، ليکوالو، شاعرانو او داسي نورو مينه والو ته پـــه دې بهيــــر کــي د ورګډېدو اجازه ور نکوو، نو په هغه حالت بايد شعر او شاعري هم يوازي د اديبانو کار وبولو؛ ځکه اديبـان تـر هر چا د شعر او شاعرۍ په لفظي او مانوي اړخونو ښه پوهېږي؛ مګر عملاً ګورو، چي ډېر ادبپوهان او ادبــي منقدين له خپلي پراخي علمي پوهي او مسلکي تجربو سره سره، حتا د شعر ويلو استعـداد هم نه لري . ځيني ځيني يې د قافيې، عروضو، بديع او بيان په زور د کاغذ پر مخ څه نا څـــه کاږي؛ خو په خواشينۍ سره چي د زياترو په ادبي او هونري هستونو کي د نوښت، خلاقيت او خوند چندان نخښه نه مالوميږي .

شک نسته، چي ژبپوهان او لغتپوهان د نوو ټکو په جوړولو او غوره کولو کي تر نورو فرهنګيانو او عامو خلګو ډېره پوهه او مهارت لري؛ خو سره له دې هم د دې خبري مانا دا نه ده، چي څوک د يوه تحصيلي ډيپلوم په استناد د ژبپوهني او نيولوجيزم ټول واک يوازي او يوازي په خپــلو لاسو کــــي واخلي؛ ځکه ژبه د خلګو مال دئ؛ او هيڅ پوه او متخصص د دې حق نه لري، چي د خلګو ژبه او فرهنګي ارزښتونه د خپل شخصي ذوق او ذهني قضاوتو تابع کړي . کــه لوستو کـسانو، يوازي د پوهنتونو د تحصيلي ډيپلومو په وړاندي کولو سره د خلګـو پر ژوندانه د حکومت کولو حق موندلای سوای، نو تر هر څـــه مخـــکي به طبيبـــانو حــق لرلای، چي ناروغانو ته د زړه په غوښت دارو درمل تجويز کړي؛ په داسي حال کي چـي د نړۍ تر ټولو لوړ او لوی طبيب هم دا حق نه لري، چي په خپلو طبي لارښوونو، مشـورو او نسخو کي د طبابت له منلو اصولو او قواعدو څخه سرغړونه وکي. دغه راز، که يوازي تحصيلي سندونو لوستو کسانو ته د خپلسرو پرېکړو انحصاري حق ورکولای، نو قاضيانو او څارنوالانو به بې هيڅ بيري او اندېښنې د تورنو کسانو په ژوند د لوبو کولو حق لرلای؛ اما په عمل کي ګورو، چي حقيقت داسي نه دئ . هيڅوک د نافذو قوانينو او مقرراتو له چوکاټه دوري هوري پښه نسي ايستلای . په دې نړۍ کي هيڅوک د خپلسرۍ او زورواکۍ حق نه لري . د نــوو الفــاظو د جوړولو مسأله هم کټ مټ همداسي ده. ژبپوهان او لغتپوهان هم په دې بهير کي د شخصي ذوق او ناروا لاسوهني حق نه لري. د همدې استدلال له مخي بايد د ټولني هر وګړی (لوستی يا نالوستـــی)په بشپړي ازادۍ سره د لغت جوړولو په بهير کي فعاله او چټکه برخه واخلي. دا خبره هم بـايد په ډېر ټينګار او تأکيد سره و ويل سي، چي د نوو ټکو په منځ کي چاڼ او وروستۍ پرېکړه به د سليم ذوق، ژور منطق، سادګۍ، اسانۍ او ښکلا د اصولو له مخي کيږي نه د تحصيلي کاغذو له مخي. د هر چا په وضعه سوي ټکي کي چي دا ځانګړتیاوي او مشخصات را غونډ سوي وه، هغه بايد د ټولو له منــځه ښه او غوره و پېژندل سي. په دې توګه ، د لغت جوړوني په بهير کي تر ټولو لـــوی پوهاند او استــاد يوازي هغه څـوک دئ، چي په خپلو نوو لغــــت جوړونو سره د خلـــګو علمي، ادبــي او ذوقي تنده ماته کړي .

په پای کي دا خبره هم د يادوني وړ ده، چي په قاموسو کي بايد د نوو ټکو د جوړېدو او رواج کېدو تقريبي تاريــــــخ تـــــــــه هــــم لـــــــنډه اشاره وســــــي. د انګـــرېـــــــــــــزي ژبــــــــــــي په معــــاصرو قـــامـــــــــوسو کــــــــــي
د نوو ټکو د جوړېدو تقريبي تاريخ ته هم جــــدي پــام اړولئ�Chambers 21st Century Dictionary�
دئ .

پورټمېنټيونونه(Portmanteau/Portmantean)


پورټمېنټيونونه هغه ټکي دي، چي د دوو بېلو ټکو ږغونه او ماناوي سره يو ځای کوي؛ او نوي ټکي ځني جوړوي؛ لکه په دغو مثالو کي:
breakfast+lunch: brunch
channel+tunnel: chunnel
dove+hawk: dawk
motor+hotel: motel
sheep+goat: shoat
slang+language: slanguage (Jackson and Amvela 101).
د داسي ټکو را ټولول او شننه هم د نوي قاموس ليکني له مهمو او ګټورو اړخونو څخه ګڼل کيږي. په پښتو او پاړسي کي د کليمو د يو ځای کېدو او لنډېدو مثالونه ډېر دي؛ خو په دغه بڼه تر اوسه د نوو ټکو د جوړولو څه روښانه څرک نه ليدل کيږي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery