مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

(Hypernyms)او هايپنيمونه(Hyponyms) هيپونيمونه


لکه څنګه چي پوهېږو په طبيعت کي د ډېرو اسمو، زياترو فعلو او ځيـنو صفـتو تر منځ په يوه ځانګړې ډله يا کټګورۍ پوري د تړښت له پلوه خاص اړيکی لیدل کيږي . د شيانو او پـديدو ترمنځ دې ډول صنفي او ګروهي
او د دغه راز اړېـکو لويو او کوچنیـيو يا اصــــلي او (hyponymy) اړېکو ته د ژبپوهني په اصطلاح هايپانمي
يــا سـپراورډيــــــنېټــونـــــه (hypernyms)او هــــايپنيمــــونه (hyponyms) فرعــــــي ډلــــــو ته هـــيپونيمونه
وايي .(superordinates)

په هيپونيمو کي يو ټکی د بل داسي ټکي پر ځای کاريږي، چي مانا يې تر هغه محدوده او په هغه کي مشموله وي؛ لکه غاټول، نسترن يا ريدی چي د ګُل هيپونيمونه دي يا مېز او چوکۍ چي د فرنېچر هيپونيمونه دي؛ ځکه ګُل په واقعيت کي داسي پراخ او عام مفهوم دئ، چي غاټول، نسترن، ريدی او داسي نورو ګلان ټول په کښي شامل دي. په فرنېچر کي هم مېز، چوکۍ او داسي نور شيان ګرده داخل او شامل دي. بالعکس د غاټول، نسترن، ريدي او داسي نـورو محدوده مانا په يوازيتوب سره د ګُل عام او اَرت مفهوم نه احتوا کوي. په دې ډول هيــپونيــم د کوچـني او محدود مفــــهوم له پـــــاره د عــام ټکــي استعمـال دئ . په هايپنيمو يا ســــپراورډينېټـــــو
کي د هيپونيمو پر خلاف، يو ټکی د بل داسي ټکي پر ځای استعـــــماليږي، چي تر هغه پراخـــــه او عــــامه مانا ولــري؛ لــکه حيـوان کليمه چــــي د سپي، زمــري، پړانګ، پيشي او داســي نـــــورو هايپنـــــيم يا سپراورډينېـټ �airplane�, �chariot�,�train� ,�automobile�کليـــــــمه د�vehicle� دئ يـــــا پــــه انګــــرېـــــزي کــــــــي د
هايپنيم يا سـپراورډينېټ دئ . د همدې تعريف له مخي ،هـايپنيــم يا سپراورډينېـــټ د هيپونـــيم�dogsled� او
پر ضد د کوچني، محدود او مشمول مفهوم له پاره د عام ټکي يا عام مفهوم کارول دي . (دې مسـألې ته وروسته له يوه بله اړخه هم لنډه کتنه کوو.)

قاموس ليکوونکو ته د هيپونيمو او هايپنيمو د پوهېدو ارزښت په دې کي دئ، چي د بېلابېلو شيانو (حيواناتو، نباتاتو، صنعتي او تجارتي پيداورو)او راز راز طبيعي- اجتماعي موجوداتو او پېښو په تعـريف کي بايد د بېلابـېلو ډلو او کټګورييو تر منځ حساس صنفي او ګروهي اړېکی په غوَر او دقت سره بيان سي( دا کار که څه هم په ويلو کي اسان برېښي؛ خو په عمل، په تېره بـيا د صفـتو او قـيدو په حالت کـي کله کـله ډېر ګران او ستونزمن کـار دئ)که نه نو د هغو تر منځ مشترکي پولي ګډوډيږي؛ او په تېروتني سره د يوه شي نوم بل شي ته ورکول کيږي .

(Co-hyponyms) کوهيپونيمونه


په قاموس ليکنه کي دا خبره ډېره مهمه ده، چي د کوهيپونيمو او سيننيمو(مترادفو ټکو)تر منځ روښانه توپير وسي. په پخوانييو فرهنګو کي يې د صفتو تعريف د کوهــايپنيمو په وسيله کاوه؛ خو اوسني فرهنګونه زياتره کوښښ کوي، چي دا نيمګړتياوي ليري کړي . سره له دې هم په دې کــار کي لوی مشکل دا دئ، چي په ټولو
موندنه ګران کار دئ؛ ځکـــه په صفــتو (genus expression) حـــــالاتو کي د يــوې ډلـــــي يا ټولګـــۍ تعـبير
کي د هيپونيمو د مراتبو لــړۍ په ندرت سره موندل کيږي . په نتيجه کي وينو، چي د هر شي او هــري پېښي په اړه د اړتيــا وړ هيپونيـــمــــونو(سپراورډينېټونو)تر لاسه کول ناممکن حالت ته رسيږي؛ لکه په دغه مثال کي:
strange: 1unusual, peculiar, surprising, eccentric, novel, unfamiliar, alien, foreign, unaccustomed(Atkins and Rundell 135).
مخکنی مثال ښيي، چي کوهيپونيمونه د صفتو په بڼه راوړل سوي دي .

(Hyponymy and Meronymy) هايپانمي او ميرنمي


پـــر بنسټ سره يـــــو (hierarchy) هايپانمي او ميرنمي د حسي اړېکــو هغه جوړې دي، چي د مراتـــبــو د لـــړۍ
ځای سوي وي . په ژبه کي ځيني ټکي عامي مانـــاوي لري؛ حـــال دا چي ځیني نور هـماغه شي ته په اشاره کـــولو سره تر ډېره حده، مشخصي ماناوي افاده کوي؛ د مثال په توګه �ونه/درخته�او�ناجو� دواړه کېدای سي د عین شي د يادوني دپاره استعمال سي؛ خو �ناجـــو� د�وني/درختـــي�په پرتله د پام وړ مفهـــوم، ډېره ښه او مشخصه پېژندګـلوي کـــوي . په حقیقت کـي�ونه/درختــــه�د هغو شيــانو دپاره استعمالېـــدای سي، چي�ناجـــــو�نه وي؛ مګر د وني توب اساسي ځانګړتیاوي لکه لـــوی بوټی، تنه، ښاخـــونه، ونه او ناجـو پاڼي او داسي نور، له ځـــانه (Jackson and Amvela 117-118) سره وساتـــــــي .
دواړه د عمومیت او مشخص والي د هايراکۍ(سلسله مراتبو)د اړېکو په مرسته سره تړلي دي . په دغه راز ګډو روابطو کي د نوعــیت یا ډول اړېکی بيانيږي؛ ځکه د وني ډول يا نوعـيت يو دئ . دې ارتـباط ته لکه څنګه چي وايي . د دې پرخـــــلاف په مــــيرنمــــي (hyponymy) مخکي هم يادونه وسوه، په ژبپـــوهــنه کي هايــپانمــــي
کـي د دوو ټکـــو تر منځ اړېکـی د�برخي ارتباط� دئ؛ مثلاَ د پښــې او ګوتي درد په حقيقت کي (meronymy)
يوې پېښي ته اشاره ده؛ خو د ګوتي درد د هغه د ځـای یا موقعيت پېژندني ډېره مشخصه او دقيقه لاره ده. ګـوته
پـــه واقعيت کي د پښې يوه برخه ده.

په قاموس ليکنه کي ډېر ځله د بېلابېلو ټکو تر منځ د هايپانمي او ميرنمي اړېکی ليدل کیږي. البته د شيانو، اشخاصو او بېلابېلو موجوداتو تر منــــځ د ډول یا نوعـــیت اړېکی(هــايپانمــي)د برخــــو تــر اړېکي(ميرنمي) زيات ليدل کيږي. هايپانمي اړېکی د طبيعي موجوداتو او پېښو په تصنيف یا خېل خېل کولو پوري نه محدوديږي؛ مثلاً د بېلابېلو خېلونو او کټګوريیو دغه ډول مثالونه د انسانانو په لاسي مصنوعاتو کي هم موندل کيږي . دلته د مسألې د لا زياتي شنني او اسانه پوهېدو دپاره د انګرېزي ژبي یو مثال وړاندي کوو، چي موږ ټول د ژوندانه په ورځنيیو چارو کي په بېلابېلو بڼو ور سره مخامخ يو. لوښی يا ظرف په مجمــوعی ډول پر څو ډوله دئ :
(bag) الف) غوټه یا بوخڅه/ بوخچه
(tin) ب) دبلی يا قوطۍ
)box) ج) بکس يا صندوق/ صندوخ
(barrel) د) بېرل/ بېلر
(pot) هـ) دېګ يا کټو
غوټه یا بوخچه په خپل وار سره، پر درو ډولو وېشل کيږي :
(sack) الف) کڅوړه یا خلطه/ خريطه
(detachable pocket) ب) ګوډانه، کوچنۍ کڅوړه یا بېلېدونکی جېب
(purse) ج) د پیسو ايښوولو يا پيسو ساتلو ډېر کوچنی جـــېب، امياني، بټوه، پټــاکيدانــه
بکس هم په پر دوه ډوله دئ :
(crate) الف) کرېټ
(case) ب) بسته
بسته هم په خپل وار سره، پر دوه ډوله ده :
(briefcase) الف) د کتابو يا اسنادو د خوندي کولو او وړلو راوړلو بسته
(suitcase) ب) د کالو ساتني يا وړلو راوړلو بسته
بېرل/ بېلر هم په خپل روڼ، پر دوه ډوله دئ :
(keg) الف) کوچنی بېرل
(cask) ب) د الکولي مشروباتو د تخمُرکولو لوښی

د بېلابېلو شيانو د مختلفو ډولونو او بېلابېلو برخو د سمي پېژندني دپاره قاموس ليکوونکو ته ښايي، چي د هايپانمي او ميرنمي په مسألو سر خلاص کړي. هر شی تر هغه مهاله په کره او دقيقه بڼه نه پېژندل کيږي، چي له نورو همډوله، همجنسه او همشکله شيانو څخــــه جلا نسي. همدغه راز، د شيانو د بېلابېلو برخو د پام وړ موقعيت د دقيقي پېژندني دپاره هم بايد د انساني اناټومۍ په څېر، د هغو سم او کره نومونه په ګوته سي. که په مخکنيیو مثالونو کي، قاموس ليکوونکی، د يوه شي يو ډول د بل ډول پر ځای وښيي يا د هغو دوه يا څو ډولونه پـــه خپلو منځو کي سره ګډوډ کړي، بېله شکه به لوستونکـــي د هغو په پوهېدو کـــي، له لـــوی سرخوږي او جدي تېروتني سره مخامخ کړي .

ميرنمي له کُل سره د اجزاوو يا له اصل سره د فروعـــــاتو او برعکـــس اړېـــکی منعکسوي؛ مثلاً د بايسکل يا شامــل دي .دغه رنـــــګه، د کـــــليسا پـــه (spokes) مــوټرسايکل د څرخ په اجــزاوو(برخو)کي د هغـــه سيمان
؛ د ماجت/ مسجد په برخو کي حجره، محراب، منبر او نوري (nave) فرعي اجزاوو يا برخو کي مرکزي تالار
برخي؛ د ودانۍ په برخو کي خوني، دهلېز، پخلنځی، تشناب، غولی او نوري برخي؛ د کتاب په برخو کي د هغه مخـــونه، پوښ او نوري برخي؛ د لاسو او پښو په برخو کي ګـــوتي، نوکان او داسي نور شامل دي. يا په سرچپه بڼه د يوه څرخ سيمــان او نـــوري برخـــي؛ د يوه ماجت محراب، حجــــره، مــــنبر او نوري برخي؛ د يوه کتاب مخونه، پوښ او نــوري برخـي؛ د يوې ودانۍ خونـي، دهـلېز، پخلنځی، تشناب، غولی او نوري برخي؛ او نوري برخي؛ د لاسو او پښو نوکـان، ګــوتـي او نـوري برخــي په وار سره (nave) د يوې کـليسا مرکزي تالار
(Atkins and Rundell 135 د څرخ، مــاجــــت، کتاب، ودانـــۍ، کليسا او لاسو او پښــــو کُل جوړوي . (.

(Quasi-meronymy) شبه ميرنمي


شبه ميرنمي له يوې ډلي، يوې ټولۍ خلګو يا يو غونډ شيانو سره د هغو د غړو اړېکی منعکسوي. دا ډول اړيکی په حقيقت کي له کُل سره د اجزاوو کمزوری ارتباط ښيي؛ لکه قومي اړېکی؛ مثلاً د یو چا په اړه ويل کیږي: هغه څوک چي په پلاني قام يا قبيلې پوري تړلئ دئ .

د هايپانمي او ميرنمي له هر اړخيزي شنني څخه دې نتيجې ته رسيـــږو، چي د راغونډو سوو کليمو، عبارتو، ترکيبو او اصطــلاحاتو په لا دقيق تصنيف او چاڼ کي د قاموس لیکوونکو کوښښ، د پام وړ ماناوو په پېژندنه
او چټکه موندنه کي، له لوستونکو سره ډېره مرسته کوي .

(Collocation) کولوکېشن


په خبرو اترو او ادبي اثارو کي کله کله دوه ټکي د يو بل تر څنګ يا يو بـــــل ته نيــژدې راوړل کيږي . د دې دوو
ټکو تر منځ داســي مانوی(معنـــوي)اړېکی موجود وي، چي پــه حقيــــقت کي يو ټکی د بل د مانا له پوهېدو استعمـال سي، له هـــغه ســـره جـــــوخت د ايشېــــدل (kettle) سره مرسته کوي؛ مثلاً چيري چي چای جوشه
د کاروَني احتمال هـــــم تــر سترګو کیږي . دا دوې کليـمې ښايي له نحـــوي پــــلوه بېلابېلي بڼي ولري؛ (boil)
لکه په دغو مثالو کي :
subject + verb = (kettle+boil)
verb + object = (boil+kettle)
adjective + noun = (red+wine). (Jackson and Amvela 131)
په بڼه (pairs) په پښتو کي هم د داسي ټکو شمېر لږ نه دئ، چــــي په خـــبرو او ليکنو کـــي زيـاتره د جـوړو
کاريږي؛ مثلاً(شين+ اسمان یا اسمان + شين)، (کـور+ ودان)، (اور+ سوځېدل)، (شين + پټی)، (ســــرې +
شونډي)، (ســـور+ ســـالو)، (زريني+ وړانګي) او داسي نور يـــا په پاړسي کــــي(هوا + تند)، (دريا+ خروشان)، (آب/هوا+ سرد)، (حمام + ګرم) او داسي نور. د دغه راز صفتو او اسمو تړښت او يو ځایوالی په حقيقت کي د کولوکېشن اړېکی بيانوي . البته په ګرامر کي هم د ځينو ټکو د يو ځای ظهور پراخ مثالونه لرو؛ لکه په دغو انګرېزي مثالو کي چي هيڅکله يو له بله نسي بېلېدای :
refer to, fond of, fear of, rely on, etc.

هغه څه چي په قاموس ليـــکنه کي د غـــوَر او تعمق وړ دئ، د ځينو ټکو تر منځ د خاصو سيمانټيـکي اړېـکو تشخيص او پېژندنه ده. د کلیمو په سيمانټيکي جوړښت کي د بدلون او اوښتون ځینـــي نور مثالونه او ډولونـــه هـــم سته، چي قاموس ليکوونکي بايد د لغوي زېرمو په راغونډولو او تشريح کولو کي، د هغو بېلابېلو اړخو ته دقيق او هر اړخيز پام وکي .

کله کله داسي هم پېښيږي، چي په يوه جومله کي د يوه ټکي د متضادي يا معکوسي مانا په نفي کولو سره يوه خبره يا پرېکړه مثبته بڼه اخلي؛ مــــثلاً� غورمه/ قورمه ترخه نه ده�،�کوچنيان بد نه دي�،�هوا لا تر اوسه نه ده توده سوې� او داسي نور. په لومــړۍ جومله کي له ورايه ګورو، چي د �ترخه نه ده� عبارت په حقيقت کي د غورمې/ قورمې خوږوالــي ته اشاره ده؛ په دوهمه جومله کي د کوچنيانو ښه والي او روغتیا ته ګوته نيول سوې ده؛ او په دريمه جومله کي هم د لومړييو دوو په شان د هوا د سړښت بيان راغلئ دئ . دې حــالت ته په ژبپوهـــنه
وايي، چي په حقيـــقت کي د يوه عمل د اغېزمنيا او ارزښت د لږلو له پاره استعماليږي ؛ (litotes) کي لايټټـيز
او پېژندنه يې په قاموس ليکنه کي هم له ضروري موضوعاتو څخه ګڼل کيږي .
په هره ژبه کي د فصاحت او بلاغت د څرګندولو په خاطر داسي لاري چاري استعماليږي، چي هر يوه يې په خپله خاصه بڼه او ځانګړي ډول د کليمو او ترکيبو پر مانوي اړېکي لــــويه اغېــــزه ښندي . دغــــه راز صنايعو، نخښو (rhetoric devices) او نوښتګرۍ ته چي شمېر يې خورا زيـــات دئ، په انـګرېزي کي د رېټـريــــک ډيـوايسيز
اصطلاح کاروي، چي د قاموس ليکــــوونکي د کار يوه برخه ده. د قاموسو مؤلفان بايـــــد نه يـــوازي دغـــــه راز
ټکي، عبارتونه او ترکيبونه په پوره غور سره را غونډ، بلــــکي د فرهنـــــګونو په مــــتن کي يې هم سم او کــــــره استعمال ته دقيق پام وکي
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery