مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په انګرېزي کي د ترکيبو بېلوَنه


دا خبره جوَته ده، چي په انګرېزي کي ترکيبونه تل له دوو يا زياتو ريښو(کليمو)څخه جوړ وي؛ مګر سره له دې هم حتمي او ضروري نه ده، چي د هغو جوړونکي ريښې (کليمې) بايد د کلام په يوه برخه يا يوې کټګورۍ پوري تړلی وي.که د يوه ترکيب دواړي ريښې د کلام په يوه برخه يا يوې کټګورۍ پوري اړه ولري؛لکه (اسم + اسم يا فعل + فعل) نو داسي انګېرل کيږي، چي نوی جوړېدونکی ترکيب به هم د کلام په يوه برخه یا يوه ډول پوري اړه ولري؛ او د هغې ډلي د يوه ساده غړي په توګه به کار کوي. د عمومي قاعدې په توګه د يوه ترکيب د جوړونکو يا متشکله اجزاوو وروستۍ برخه، د هغه ترکيب مجموعي نوعيت يا کټګوري په ګوته کوي. په راتلوونکو کرښو کي د بېلابېلو ترکيبو فارموله او ډولونه وړاندي کیږي :

د اسم ترکيبونه


هره ريښه( هر ډول کليمه) + اسم = اسم
د ترکيب لومړۍ برخه کېدای سي اسم، فعل، صفت يا قيد وي؛ خو دوهمه برخه بايد هرومرو اسم وي. په داسي حالاتو کي تر لاسه کېدونکی ترکيب تل د اسم بڼه لري؛ لکه په دغو مثالو کي:
اسم + اسم : text-book, arm-chair, ash-tray
فعل + اسم : pick-pocket, dare-devil
صفت + اسم :hard-cover, blue-collar, black-bird
قيد + اسم :down-grade, back-talk, after-thought

د فعل ترکيبونه


هره ريښه ( هر ډول کليمه) + فعل = فعل
ياني که په يوه ترکيب کي اسم، صفت، فعل او قيد له يوه فعل سره و موښلي، نو تر لاسه کېدونکی نوی ترکيب هم خامخا د فعل بڼه لري؛ لکه په دغو مثالو کي :

اسم + فعل : house-keep, brain-wash, baby-sit
فعل + فعل : drop-kick, dive-bomb
صفت + فعل : white-wash, sweet-talk, dry-clean
قيد+ فعل : over-do, down-grade

د صفت ترکيبونه


هره ريښه یا هره کليمه (بېله فعله) + صفت = صفت
اسم + صفت : sea-sick, ox-eyed, earth-bound
صفت + صفت : south-west, metallic-green, blue-green
قيد+ صفت : off-white, near-sighted

د قيد ترکيبونه
قيد+ قيد = قيد
قيد+ قيد: through-out, in-to

د خاص اسم ترکيبونه


فعل + قيد: د اسم ترکيب
فعل + قيد(اشتقاق) : drive-in, blast-off
دترکيبو دا ډله يوازنی ډول دئ، چي په انګرېزي کي د عامي قاعدې پيروري نه کوي .

په پښتو کي سپين مخی، ورانکار، سرټمبه، سرزوره، خپلسره، کاغــــذ باد، ټوکمار، لاسليک، پوهنــــځی، غمخور، اناري سور، ژړ نارنجي او داسي نور؛ په پاړسي کي سنگدل، سياه دل، جستجو، گفتگو، دوربين، دوراهی، آبپاش، آبگردان، بتکده، ايستگـــاه او داسي نور د دغـــــو ډلو څو بولګې دي . البته په ټولو ژبو کي
د قاموس دپاره د را غونډو سوو موادو(corpus)د شنني او څېړني په بهير کي کله کــــله ډېره ګرانه وي، چي د اصطلاحي ترکيبو (Idiomatic Compounds) او نا اصطلاحي ترکيبو (Non-Idiomatic Compounds)
تر منځ توپير وسي .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery