مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

په پښتو ژبه کي د اشخاصو ځانګړي نومونه


هر ژبه او فرهنګ خپل خاص اعلام او نومونه لري، چي ليکل يې د ژبو په مفصلو او مشرحو قاموسو کي له ضروري مسألو څخه ګڼل کيږي . په پښتو کي هم ميسری خان، رېدی خان، ببرک، زمرک، خوازک/خواځک، بارک، ژړک، پوپل، هوتک او په سلګونو نور هغه سپېڅلي نومونه دي، چي يادونه يې د ځانګړو قاموسو تر ليکني او تأليف پوري، د پښتو په عامو او هر اړخيزو قاموسو کي هم بې ګټي نه ده(حبيبي،�د پښتو سيند به څنګه ليکل کيږي؟�،۳). البته په پرمختللو ټولنو کي د هغو اشخاصو د نومو دپاره ځانګړي قاموسونه هم جوړسوي دي، چي په يوه خاصه ژبه، فرهنګ، دين يا فکري جريان پوري تړلي وي .

په پښتو قاموسو کي د افغاني انسابو لنډه پېژندګلوي


پښتني ټولنه له بېلابېلو قبيلو، خېلو او پښو څخه جوړه سوې ده. په خواشینۍ سره د دې مځکي دوښمنانو د تاريخ په اوږدو کي د پښتنو له قبيله يي تعدد او بېلوالي څخه په وارو وارو ناوړه ګټه اخيستې او لا يې اخلي. دا استعماري لوبي به تر هغه مهاله جاري وي، چي پښتانه د لوړ سیاسي شعور په ښوولو او د ټينګو اجتماعي ، فرهنګي او اقتصادي اړېکو په رامنځ ته کولو سره د يوه غښتلي او يو موټي قومي جوړښت په توګه عمل و نه کي. بې شکه د دې مسألې د تاريخي او سياسي اړخو شننه اوږده څېړنه غواړي؛ خو د قاموس ليکني له پلوه د پښتنو د قومي جوړښت پر علمي او تحقيقي اړخ څو لنډي خبري، د دې ليکني له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کيږي .

که څه هم د انسابو او شجرو علمي سپـړنه د جينيالوجۍ/ جينيالوژۍ د ماهرانو او محققانو کار دئ، چي له نېکه مرغه يې په دې وروستييو کلو کي زموږ ټولني ته پراخ او ګټور اثار وړاندي کړي دي. سره له دې هم د پښتو ژبي په مشرح او مفصل قاموس کي د پښتني قبيلو، خېلو او پښو د نسبي اړېکو او تاريخي بدلونو په اړه د ځينو ضروري مالوماتو او توضيحاتو را غونډول، د پښتو ژبي، ادب او تاريخ لوستونکو ته له ګټي او دلچسپۍ خالي نه دئ؛ ځکه لوستونکي ګوري چي په پښتو ادب او تاريخ کي د بهلول او سکندر له نومو سره د لودي، د شېرشاه(شېرخان، فريد خان)له نامه سره د سوري، د مېرويس نېکه له نامه سره د هوتک، د احمدشاه بابا له نامه سره د ابدالي وروسته دُراني، د خوشال خان له نامه سره د خټک، د حيمدبابا له نامه سره د مومند (ماشوخېل)، د ميرزا حنان له نامه سره د بارکزي، د پيرمحمد او شمس الدين له نومو سره د کاکړ او ځيني نورو له نومو سره بېل قبيله يي لقبونه او تخلصونه مل دي. زموږ سياسي او ادبي تاريخ له دغه راز نومو سره نه شلېدونکی پيوند لري. په يوه اداري فرمان سره د داسي قبيله يي نومو او تخلصو د استعمال بندول په اساسي توګه زموږ د قبيله يي وروسته پاته والي مخه نسي نيولای. په افغانانو کي د قبيله يي نفاق او شقاق له منځه وړل تر هر څه مخکي زموږ ټولو څخه دا غوښتنه کوي، چي د خپل هيواد د وروڼو قومو تاريخ په دقيق ډول ولولو . دا کار په لومړي سر کي د پښتو ژبي د قاموس ليکوونکي کار دئ، چي د لنډو خو ګټورو او ارزښتناکو مالوماتو په وړاندي کولو سره د خلګو ذهنونه روښانه کړي. د افغانستان د علومو اکاډيمۍ په پښتو - پښتو تشريحي قاموس کي د پښتنو د ځينو قبيلو، خېلو او پښو يادونه راغلې ده؛ مګر له بده مرغه په دې برخه کي هم له اړتيا سره سم کار نه دئ سوی. ځيني قبيلې په داسي بڼه بيان سوي دي، چي لوستونکي ته د هغې قبيلې د پېژندني په اړه ډېر څه نه ورکوي؛ مثلاً هوتک ته کښل سوي دي:�هوتک د پښتنو ستره قبيله ده.�(امرخېل او نور، ۴: ۳۰۵۵) په دې تعريف کي بېله شکه د جامعیت او مانعيت هيڅ څرک نه ليدل کيږي؛ ځکه په پښتنو کي پر هوتکو سربېره، ډېري نوري ستري قبيلې هم سته، چي هوتک نه دي . د لویوالي يا کوچني والي صفت هيڅکله پښتني قبيلې يو له نسي بېلولای. دلته بايد لږ تر لږه د دې قبيلي د مشر يا بنسټ ايښوونکي(هوتک بابا) د پلار او نېکه، نسبي اړېکو، لومړنۍ مېني، تاريخي مهاجرتو، اوسنييو ټاټوبو او ډېموګرافيکي موندنو په اړه څه ناڅه توضيحات وړاندي سوي وای؛ ځکه په قاموسو کي د پښتنو د لوييو او کوچنييو قبيله يي واحدونو يادونه يوازي او يوازي د هغو د علمي او تاريخي پېژندني په هيله کيږي . له دې امله، په قاموسو کي هغه تعريفونه د وخت او ځای له ضايع کولو پرته بل هيڅ ګټه نه لري ،چي د دغه راز قبيله يي نومو په دقيقه او علمي پېژندنه کي لازمه مرسته و نه کي .

د تاريخي او جغرافيايي ځايو نومونه


مخکي مو د ځینو سياستوالو، ليکوالو، مؤرخانو، ژورناليستانو او نورو کسانو له خوا د ځينو جغرافيايي نومو د تحريف او مسخ کېدو ځيني مثالونه وړاندي کړه. دلته د لوی استاد - ارواښاد علامه حبيبي(۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م �۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م) د تاريخي څېړنو او سپړنو په رڼا کي د ځينو نورو تاريخي او جغرافيايي نومو د اليشولو ځیني نوري نمونې يادوو، چي قاموس ليکوونکي يې په را ټولولو او کره کولو کي، لويه برخه او مسووليت لري .

قاموس ليکوونکي بايد په خپلو اثارو کي د هغو لرغونو تاريخي ځايو نومونه هېر نه کړي، چي په خواشينۍ سره اوس د ورک کېدو په حال کي دي؛ د مثال په توګه �پختيا� چي د اوسنۍ �پکتيا�پخوانۍ بڼه ده. کله چي يونانيان په پخوانو زمانو کي زموږ خاوري ته راغله، نو هغوی د خپلي ژبي د اړتيا له مخي زموږ مقامي يا ځايي نومونه په خپله بڼه واړول . له دې ایسيته چي يونيانو په خپله ژبه کي د�ښ او خ� ږغونه نه لرل، نو�پښتون�يې د�پکت�يا�پکتويس�، �باختر�يې د�بکتر�،�پختيا�يې د�پکتيا� او �پښتونخوا�يې د�پکتيکا�په نامه ياده کړه (حبيبي،�د پخوانو نومونو خپل پخواني ډولونه،�،هنر۱- ۲، ۳- ۴). د يونانيانو تر وتلو او فرهنګي نفوذ وروسته دا دئ ګورو چي موږ اوس پښتون، باختر، پښتونخوا ټول په خپلو اصلي بڼو وايو. يوازنی تاريخي نوم، چي په دې لړکي يې خپله پخوانۍ جوله اليشه کړې ده، د�پختيا� نوم دئ، چي پرځای يې د يونانيانو له وخته راپاته نوم�پکتيا� دود دئ . هنديان هم د�ښ/ خ� تلفظ په �کهـ�کوي. له دې امله �خانپور�د�کهانپور�په بڼه وايي. عربو ديارلس سوه کاله مخکي د خپلو فتوحاتو په زمانه کي زموږ ډېر ځايي نومونه معرب کړه؛ د مثال په ډول�ګرمسېر� يې�جروم�،�سردسېر� يې�صدود�،�سکستان� يې�سجستان�، �سمنګان� يې�سمنجان�،�ګورګان� يې�جوزجان�،�غرستان� يې�غرجستان�،�ګرزيوان� يې �جرزيوان�کړه (حبيبي،�د پخوانو نومونو خپل پخواني ډولونه،�، هنر۱- ۲، ۳- ۴.) په افغانستان کي د�غور�،� غرچه�، �غلچه� ،�غلجي�،�ګردېز�،�ګريش� او داسي نورو نومونه د�غر�له کليمې سره مشترکه ريښه لري، چي په سنسکريت کي د�ګيري�، په لرغونې پاړسي کي د�ګر�،په خورده اوستا او هوم يشت کي هم د�ګيري�په بڼه راغلې ده. سربېره پردې زموږ د لرغوني هيواد يوه مشهوره برخه هم پخوا غرستان بلل کېده، چي عربي جغرافيا ليکوونکو او مؤرخانو هغه په �غرجستان�یا�غرشستان�يا�غرج الشار�واړوله؛ او د پاړسي ادبياتو مؤرخانو هم د هغو په پيروۍ�غرجستان�کښلئ دئ. په سراج التواريخ کي يې د دې مځکي تاريخي نوم(اجيرستان يا وجيرستان) د�حجرستان�په ډول معرب کړی دئ. سبزوار يا سفزوار زموږ د هيواد د تاريخي جغرافيې يو بل مشهور نوم دئ، چي اوس يې خلګ �شينډنډ�بولي. قاموس ليکوونکي ته ښايي، چي زموږ د خاوري د تاريخي جغرافيا د دغه راز نومو ترمنځ تاريخي اړېکی څرګند کړي. که د�پختيا�بيرته رواجول اوس د بېلابېلو بدلونو له کبله ګران او ان ناممکن برېښي، نو د دې خبري سپيناوی لږ تر لږه حتمي او ضروري دئ، چي د پښتو ژبي فرهنګ ليکوونکي په خپلو اثارو کي د�پکتيا�اصلي او زړه بڼه(پختيا)هم لوستونکو ته وښيي.

لوی استاد - ارواښاد علامه حبيیي(۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰م �۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴م)زموږ د هیواد د تاريخي ځايونو او اشخاصو په نومو کي د بېلابېلو جغرافيا ليکوونکو، مؤرخانو او شجره پېژندونکو ډول ډول تېروتنو ته په پام سره، د هغو د سمولو په اړه خورا په زړه پوري بيان راوړی دئ، چي دلته يې لنډه یادونه بې ګټي نه ده :
�۱- که يو ځای يا يو سړی په زړو آثارو کي ضبط وي، د هغه مقامي يا اصلي شکل دي وساتل سي، لکه د سجستان پر ځای سکستان، د بقلان پر ځای بغلان، د فروان پر پروان .
۲- که د یوه ځای نوم په پخوانو آثارو کي مونده نسي، نو دي د خلګو اوسنی تلفظ معتبر وګڼل سي، لکه د قلات پر ځای کلات، د حجرستان پر ځای اجرستان يا وجيرستان، د پقمان پر پغمان، د عليشنګ پر ځای اليشنګ، د طورخم پر ځای تورخم، د تورغندي پر ځای توره غونډۍ، د کوتل تېره پر ځای تېره کوتل او داسي نور.�

د پښتو ژبي د معاصري فرهنګ ليکني مدقق او سترګه ور استاد - ارواښاد علامه حبيبي، وروسته د همدې موضوع په تړاو زياتوي : �د کندهار غربي خوا ته مشهور ځای پنجوایي دئ، چي تر اوسه په همدغه نامه ودان پاته دئ. په عربي جغرافيايي کتابو کي دا نوم پنجوای سو. وروسته ميرزايانو هندي رنګ ورکئ او پنجبایی(پنجبهايی)يې ځني جوړ کړ(حبيبي،�د پخوانو نومونو خپل پخواني ډولونه،�، هنر۱- ۲، ۳- ۴). ارزګان، قندهار، ارغستان، زمينداور او په لسګونو نور هم د هغو تحريف سوو او مسخ سوو نومو مثالونه دي، چي په پوهي يا ناپوهۍ سره عربي يا پـاړسي رنګ ور کـړل سوی دئ.

ځينو مؤلفانو د تاريخي او جغرافيايي نومو په راغونډولو کي د افراط لاره غوره کړې ده؛ هر چيري چي يې کوم تاريخي نوم ليدلئ دئ، هغه ته يې په فرهنګ کي ځای ورکړی دئ؛ لکه د ايران علامه دهخدا چي په خپله لغتنامه کي يې د مبالغې او افراط لاره اخيستې ده (نفيسی،�دستور لغت نويسی،� فرهنګ فارسی عميد ۲۵).

نن سبا د نړۍ په بېلابېلو هيوادو کي د تاريخي جغرافيا د نومو دپاره ځانګړي قاموسونه ليکل سوي دي، چي په هغو کي د يوه هیواد يا ټاکلي تاريخي - جغرافيايي حوزې زاړه نومونه را غونډ سوي دي؛ د مثال په تـوګه�د لرغوني او منځـنیيو پېــړيیو هــندوستان جـغرافيــايي قـاموس�له دغه راز اثارو څخه دئ . د تاريخي جغرافيې په دې ارزښتناک اثر کي، د هند د پخوانيیو او منځييو پېړييو هغه تاريخي او جغرافيايي نومونه تشريح سوي دي، چي د هند پر بېلابېلو اثارو سربېره يې د پښتو، پاړسي او داسي نورو ژبو په ادبي، تاريخي او جغرافيايي هستونو کي هم پراخه يادونه سوې ده. و.ګ. :
(The Geographical Dictionary of Ancient & Medieval India(

په افغانستان کي د داسي تاريخي او جغرافيايي نومونو د پلټني او پېژندني دپاره د افغانستان تاريـــخي او سياسي گازيټـــېر ډېر ارزښتناک اثر ګڼل کيږي. و.ګ. :
)Historical and political gazetteer of Afghanistan edited by Ludwig W, Adamec, 6 Vol.(Graz, Austria: Akademische Druck-u.Verlagsanstalt, 1972-1985).
لکه څنګه چي د ژبو په عامو قاموسو کي د ټولو تاريخي او جغرافيايي نومو را ټولول، معقول کار نه برېښي، همدا ډول د هر شاعر، لیکوال، مؤرخ، هونرمند او داسي نورو نوميالييو د نومو او اثارو ذکر هم د ژبي په عام قاموس کي چندان منطقي او پرځای کار نه دئ؛ ځکه د داسي نومو شمېر په هره ژبه کي ترحساب وتلئ دئ . له دې سببه د ژبي په عامو قاموسو کي اکثراً د ټولو علمي، فرهنګي او سیاسي شخصيتو له يادوني ډډه کيږي . د پښتو ژبي په عامو قاموسو کي هم بايد يوازي د پښتو ژبي د مشهورو مفکرانو، عارفانو، پوهانو، مؤرخانو، اديبانو، شاعرانو، هونرمندانو او نورو لويو علمي او فکـــري شخصيتو د نومو او اثارو لنډه يادونه وسي. په (Who�s Who?) انګــــرېزي ژبه کي زياتره د تاريخــي شخصــــيتو د پېژندنــــي له پاره د څـــوک، څـــوک دئ؟
په نامه ځانګړي قاموسونه تأليف سوي دي، چي څېړونکــــی کولای سي د پام وړ تاريخي کسانو په اړه مفصل مالومات ترلاسه کړي. د افغـــــانستان د تاريخي او سياسي شخصـــــيتو د پېژندني دپاره د پوهاند لوديــګ. و. ادمېک په زړه پوري اثر(د افغانستان تاريخي او سیاسي څوک، څوک دئ؟)له مؤرخانو او څېړونکو سره ډېره مرسته کولای سي. و. ګ. :
Historical and Political Who�s Who of Afghanistan and its First Supplement to the Who�s Who of Afghanistan: Democratic Republic of Afghanistan by Ludwig W. Adamec.(Graz, Austria: Akademische Druck-u.Verlagsanstalt, 1979.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery