مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د قاموسو ډولونه


د ژبو د پرمختګ او بشپړتيا په دې پړاو کي، د قاموسو خورا ډېر ډولونه ليدل کيږي، چي د هر يوه په تدوین او تأليف کي پر ځينو عامو اصولو سربېره، له بېلابېلو مېتودونــو او لارو څخه کار اخيستل کيږي . دلته د پروفيسر آټکينز او پروفيسر رنډيل د ارزښتنـــاک اثر(د عملي قاموس ليکني له پاره د آکسفورډ لارښود)په رڼا کي، د قامـــوسو د وېــــش او بېلوني په اړه څو لنډ ټکي وړاندي کوو:

۱- د ژبي له پلوه د قاموسو ډولونه
الف) يو ژبيز قاموس .
ب) دوه ژبيز قاموس . دا ډول قاموس هم کېدای سي پر دو نورو کوچنييو ډولو وېشل سي:
(Unidirectional Bilingual Dictionary)الف) يو اړخيز دوه ژبيز قاموس
(Bidirectional Bilingual Dictionary) ب) دوه اړخيز دوه ژبيز قاموس
يو اړخيز دوه ژبيز قاموس، لکه څنګه چي له نامه يې ښکاري يو لــوری لري . په دې مانا، چي په داسي قاموسو کي د راغونډو سوو ټکو تشريح او بيان په يوه ژبه وړاندي کیږي؛ مـثلاً د انګـرېزي- فرانسوي دوه ژبيز فرهنګ
؛ او فــرانسوي دوهـمه( source language) ، چي يو متن لري؛ او په هــغه کـي انګرېزي لـومړۍ يا اصلي ژبـه
ده.(target language) يا د ترجمې ژبه

دوه اړخيز دوه ژبيز قاموس هم لکه څنګه چي نوم يې په ډاګه کوی، دوه متنه لري؛ او د را ټولو سوو ټکو تشريحات په دوو ژبو بيانوي؛ د مثال په توګه د انګرېزي - فرانسوي په دوه ژبيز قاموس کي اصلاً دوه متنه ځای پر ځای سوي دي، چي په يــــوه متــن کي انګرېزي لومړۍ يا اصلي ژبه او فرانسوي دوهمه يا د ترجمې ژبه ده. په دوهم متن کي يې فرانسوي لومړۍ يا اصلي ژبه او انګرېزي دوهمـــه يا د ترجمـــې ژبــه ده. پـــه اوروپايي ژبو کي د داسي قاموسو نمونې خورا ډېري دي، چي د يوې ژبي لغــــتونه په بله ژبه مانا کوي؛ لکه :
Collins Robert French Dictionary
French-English
English-French
Collins German-English Dictionary
او داسي نور.
په افغانستان کي هم د دوو ژبيزو قاموسو ډېري بولګې لرو، چي په ځــــینو کي عربــي او پاړسي ټکي په پښتو مانا سوي دي؛ لکه �رياض الــمحبت� ،�عجـــايب اللــــغات�، د ډورن، راورټي، بيلو، ګيلبرټسن او نورو اوروپـــــايي افغان پېژندونکو بېلابـــــــېل دوه ژبيــز قاموسونه او لارښودونه،�سپېڅلې پښتو�،�افغان قاموس�،�د افغانستان د ځینو ژبو او لهجو قاموس�، د افغانستان د علومو اکاډيمۍ�انګليسي - پښتو او پښتو - انګليسي قاموسونه� او په دې وروستييو کلونو کي له بېلابېلو اوروپايي او اسيايي ژبو څــــخه په پښتو او بالعکس له پښتو څخه په اوروپايي او نورو ژبو تأليف ســــــوي قاموسونه، چي لوستونکي يې د �قاموسونه ډاټ کام� په ويبپاڼه کي، له پوره متن سره ځيني بولګې کتلای سي .

په پاړسي کي هم د دوو ژبيزو فرهنګو شمېر ډېر زيات دئ، چي په هغو کي کله کله د بهرنييو ژبو لغتونه په پاړسي او کله کله په سرچپه بڼه، د پاړسي لــغتونه په نـورو ژبو اړول سوي دي؛ لکه :
فرهنګ دانشګاهی انګليسی - فارسی تأليف عباس آريانپور و منوچهر آريانپور ( دورۀ ۲جلدی یا ۶ جلدی).
فرهنګ انګليسی - فارسی تأليف سليمان حيیم (۲جلدی، ۱ جلدی)
فرهنګ جامع فارسی - انګليسی تأليف سليمان حيیم (۲جلدی)
فرهنګ فرانسه - فارسی تأليف استاد سعيد نفيسی(۲ جلدی) او داسي نور.

په اوردو کي داسي دوه ژبيز فرهنګونه ډېر دي، چي د يوې ژبي لغتونه يو ځـل په خپله اصلي ژبه او بيا په دوهمه ژبه تشريح کوي؛ لکه په دغه قاموس کي چي د انګرېزي ژبي کليمې او ترکيبونه يې لومړی په انګــــرېزي او بيا په اوردو ژبه مانا کړي دي :
English to English and Urdu Dictionary
دا ډول قاموسونه په واقعيت کي د دوو ژبو او دوو متنو په بڼه، د انګرېزي- انګـــرېزي او انګرېزي- اوردو دوه بېل قاموسونه په يوه ټوک کي وړاندي کوي، چي د دواړو ژبو مينه والو ته په زړه پوي دي .

دوه ژبيز فرهنګونه هم د يو ژبيزو قاموسو په شان هم په عامه او هر اړخيزه بڼه او هم په تخصصي يا انتخابي بڼه ليکل سوي دي .

): هغه قاموس، چي را غونډ سوي ټکي په مختلفو ژبو وړاندي Bilingual Dictionary ج) څو ژبيز قاموس (
کوي . د شاه عبدالله شاه بدخشي� د افغانستان د ځينو ژبو او لهجو قاموس �د دغه راز قاموسو يوه بڼه ده .

۲- د محتوياتو له پلوه د قاموسو ډولونه
الف) عمومي ژبه .
ب) پوهنغونډ(دايرة المعارف)او کولتوري مواد.
ج) د اختصاصي اصطلاحاتو سيسټم (ټرمينالوجي/ ټرمينالوژي) يا کوچنۍ ژبي؛ د مثال په ډول د حقوقي اصطلاحاتو، طب، نرسينګ، کمپيوټر،کريکيټ او داسي نورو علمي څانګو د تخصصــــي اصلاحاتو قاموسونه .

۳- د چاپ د ګچي يا اندازې له پلوه د قاموس ډولونه
الف) معياري ګچه يا د پوهنتونو د بېلابېلو پوهنځييو دپاره ليکل سوی چاپ .
ب) لنډ يا مختصر چاپ .
ج) جېبي چاپ .

۴- د فزیکي جوړښت يا څرنګوالي له پلوه د قاموسو ډولونه
الف) د کاغذ پر مخ چاپ سوي قاموسونه .
ب) برېښنايي يا اليکټرونيک قاموسونه (هغه قاموسونه، چي په کمپيـوټرو کي د استفادې
يا ځانــــګړو ډيجـــــيټل وسايلــــــو پــه بـــڼــه جوړ سوي وي). DVD ، CD-ROM دپـــاره د

د ټيکنالوژۍ په دې پرمختللي عصر کي، د قاموس ليکني د ډول ډول ستونزو د حلولو دپاره، د ډيجـــــيټل قامــوسو جــوړول او عــــــــامول ډېره غـــــــوره لاره ده. په دې ډيجيټل قـــاموسو کي تر ټـولو لـــــوی قـامــــوس
دوهـــم چاپ دئ، چي په شل ټوکه کي(Oxford English Dictionary) د اکسفورډ انـګرېزي قـــاموس
د کتاب په بڼه هم چاپ سوی دئ . دا ډول قاموسونه چي په حقيقـــت کي، د اړونده ژبي دايـرة المعارفــــي
قاموسونه بلل کيږي، د ټولي ژبي لغوي، ادبي، تاريخي، جغرافيـــایـــــي او نـــوري(encyclopaedic)
علـــمي زېــــرمي په مفــصله بڼه وړاندي کوي . په ځينو دايرة المعارفي قاموسو کي لغوي زېرمه له فلـــــسفي، حقوقي، طبي، هونري او داسي نورو تخصصي مالوماتو څخه په بېلو ټوکونو کي ځای پر ځای سوې وي؛
لکه :
The Reader�s Digest Great Encyclopaedic Dictionary

کله چي قاموسونه په دوو يا څو ټوکو کي چاپ سوي وي، بايد په هر ټوک کي د را غونډو سوو کليمو لنډ فهرست د هغه پر سربېرن پوښ او بغلي څنډه، په غټو او روښانه تورو کښل سوي وي، چي لوستونکي د اړوند ټکي د لوستو په خاطر نېغ په نېغه د اړتيا وړ ټوک ته مراجعه و کي . په خواشينۍ سره د افغانستان د علومو اکاډيمۍ د پښتو - پښتـــــو تشريحي قاموس د ميديوتيک چاپ بېلابېل ټوکونه يوازي د نومرو يا لمبرو (۱، ۲، ۳، ۴) په مرسته بېل سوي دي؛ او د هر ټوک پر مخکني پوښ او عمـــودي څنډه د هـــــغه د محتوياتو يا راغلو ټکو لنډه يادونه نه ده سوې . په بل عبارت، څوک له ورايه نه پوهېږي، چي په جيم، سين، لام يا نورو تورو سره پيل کېدونکي ټکي په کوم کوم ټوک کي راغلي دي؟ که پر هــر ټوک د پرله پسې شمېرو تر څنــــګ د را غلو ټکو د سر تورو يادونه هم وسي، دا کار به بې شکه له لوستونکو سره د پام وړ ټکو په اسانه او چټکه موندنه کي ډېر لوی کومــــک وکي. سربېره پردې ځينو نوو قاموسو د اړوندو ټکو د اساني او چټکي موندني په مقصد، د هغو د سر توري د قاموسو د پاڼو پر دننه څنډو هم، په روښانه او غټو تورو ليکلي وي، چي له لوستونکو سره د بې ځايه سرخوږي په له منځه وړلو او وخت بچتولو کي ډېره مرسته کوي . په ايراني فرهنګو کي د�فرهنګ عمید� درې ټوکه دوره او د عباس آريانپور او منوچهر آريانپور� فرهنګ دانشګاهی انګليسی � فارسی � د دغه ډول قاموسو له ډلي څخه دي .

ج) هغه قاموسونه، چي پر ويبپاڼو یا اينټرنيټپاڼو خپاره سوي وي .

۵- د مانا له پلوه د قاموسو ډولونه
الف) هغه قاموسونه، چي کليمې او ماناوي دواړه پکښي ليکلي سوي وي (تر ټولو عام قاموسونه) .
ب) هغه قاموسونه، چي پر قاموسي سرټکو او ماناوو سربېره ځیني نوري کلیمې هم را نغاړي (په دې ډول قاموسو کي د را غونډو سوو سرټکو تر څنګ د هغو ټکو یادونه هم کیږي، چي د مانا له اړخه سره تړلي وي).

۶- د کاروونکو د څرنګوالي له پلوه د قاموسو ډولونه
الف) ايا قاموس د هغو کسانو دپاره ليکل سوی دئ، چي ګرده په يوه ژبه خبري کوي؟
ب) ایا قاموس د هغو ځانګړو ډلو ويونکو ته کښل سوی دئ، چي په دوو ژبو خبري کوي؟
ج) ایا قاموس په نړۍ کي د ژبي د ټولو زده کوونکو د استفادې له پاره ليکل سوی دئ؟

۷- د استفاده کوونکو د زده کړي او مهارت له پلوه د قاموسو ډولونه
الف) ژبپوهان او د ژبي نور ماهران .
ب) په ليک لوست پوه غټان (بالغان) .
ج) د ښوونځييو زده کوونکي .
د) کوچني هلکان .
هـ) د ژبي نور زده کوونکي .

۸- د کاروَني يا استعمال له پلوه د قاموسو ډولونه
په بڼه برابر سوي قــاموسونه : يانـي په خــپله ژبــه د بهرنۍ (decoding) الف) د ډيکوډينګ
ژبي د يوه متن يا ټکي د مانا پوهـــېدل .
په بڼه برابر سوي قاموسونه : ياني په بهرنۍ ژبه د خپلي ژبي د يوه (encoding) ب) د اينکوډينګ
(Atkins and Rundell 24-25) ټکي يا متن ژباړه؛ د کليمو سم استعمـال او لوست ورکـوَنه .

پروفيسر جګسن او پروفيسر امويله په �کليمې، مانا او لغتنامه . . .کي � د قاموسو د دغو دوو لويو
ډولونو يادونه کوي :
(Selective Vocabularies) - چاڼ سوي يا انتخابي قاموسونه
په دې ډلــــه کــــي د ساينس، سپورټ، حقوقو، طب، ټيکنالوژۍ، اقتصاد، ارواپوهني او داسي نورو په څېر اختصاصي قاموسونو نومونه اخلي .
د ژبي عمـــومي قامــــوسونــــه چـــي(Comprehensive Vocabularies) - جامع يا هر اړخيز قاموسونه
پکښي شامل دي
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery