مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل

د پښتو قاموسو دوې نه بېلېدونکي زېرمي : دخيل او مفغن ټکي (مفغنات)


الف) دخيل ټکي
لکه څنګه چي پوهېږو د نړۍ ژبي تل د سياسي، فرهنګي، اجتماعي او اقتصادي بدلونو په ترڅ کي يو پربل ډول ډول اغېزې ښندي . هره ژبه له اړتيا سره سم د نورو ژبو ځیني ټکي، ترکيبونه او اصطلاحات اخلي؛ او په بدل کي يې د خپلي ژبي ځيني نورو ژبو ته ورکوي . د نړۍ د بېلابېلو ژبو او فرهنګي جریانو ترمنځ دا راکړه ورکړه له پېړييو پېړيیوڅخه روانه ده؛ او تر هغه مهاله به همداسي جاري او ساري وي، چي بېلابېل ملتونه خپل ژوند او موجوديت ته دوام ورکوي . پښتو ژبي ته هم د دې فرهنګي راکـړي ورکـړي په لړ کـي له اوستــــا، سنسکريت، هندي، پهلوي، هيندکو، پاړسي، تورکي، عربي او نورو ژبو څخه ځينـــي ټکـــي، ترکيبونه او اصطلاحات راغلي دي، چي اوس زموږ په ژبه کي تر ډېر اوږده استعمال وروسته، د پښتو نه بېلېدونکې او ګران بيه پانګه ګڼله کیږي . د پښتو په ګډون بايد د هري ژبي قاموس ليکوونکي د دغه راز ټکو و را غونډولو او خوندي کولو ته ټينګ پام وکي . البته ددې خبري مانا دا نه ده، چي د نورو ژبو نا اشنا او غيرضروري ټکي، تعبيرونه او اصطلاحوي بايد بې دليله په پښتو فرهنګونو را ګډ کړل سي؛ بلکي د دې خبري مانا دا ده، چي د پښتو فرهنګونو مؤلفان بايد هغه دخيل الفاظ، ترکيبونه او اصطلاحات هرومرو راټول او تشريح کړي، چي زموږ د عام و خاص په خبرو او ليکــنو کي په پېخر استعماليږي لکه دين، مذهب، ايمان، نکاح، طلاق، ميراث، جهاد، قاضي، ملا، سياست، دولت، حکومت، قضا، عکس، ساعت، خان، خاندان، خانم، کومک/ کمک، قشله، قاغوش، جرګه، لوټ، وجاړ، شوده، سوډر، ډول،کړکۍ، چندڼ،ګوبی، بېنډۍ، پتنوس، سماوار، لابراتوار، موټر،کمپيوټر، پاسپورټ، ويزه، بايسکل، موټرسايکل، راديو، تلوېزون،کپيټاليزم، سوسياليزم ، کلونياليزم، ګلوباليزم، ميکانيزم او داسي نور، چي له بېلابېلو ژبو څخه د زمانو په اوږدو کي، پښتو ژبي او ادب ته را ننوتي دي؛ او اوس د دې ژبي نه بېلېدونکې برخه ګڼله کيږي . په دې ډله کي ځينو ټکو ته، له پښتو سره د ګډي اريایي ريښې د لرلو په سبب، حتا د پردو ټکو په سترګه نه کتل کيږي، نو ځکه يې روزنه او پالنه نور ډېره ضروري برېښي .

ب) مفغن ټکي (مفغنات)
په پښتو قاموسو کي د دې ژبي تر سپېڅلو او دخيلو ټکو وروسته، پښتو سوي يا مفغن ټکي ډېر لوی ځای لري . مفغنات يا په پښتني کټو کي ایشېدلي کليمې، هغه ټکي دي چي په پښتني ټولنه کي يې د خپل اوږده تابعيت پر بنسټ له شکلي او مانوي(معنوي) پلوه لږ يا ډېر بدلون موندلئ دئ؛ او اوس د پښتو ژبي د لـغوي زېرمي ډېـــره ارزښتناکه او نـه جلا کېدونکې برخه ده.
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery