په هلمند كې ملكې كسان ندي وژل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11271

دخبریدو نیټه : 2007-02-14

 

د ناټو يوي وياندي هغه خبرونه بي بنسټه وبلل چي ګواكي په هلمند ولايت كې د ناټو ځواكونو په بمباريو كي د يوي كورنۍ ۱۸ تنه وژل شوي دي.

 

ددغه ولايت دموسا قلا ولسوالۍ يوتن سيمه ايز قومي مشر(حاجي ابراهيم) دچين دولتې اژانس ژينهوا ته نن وويل: دا بريدونه نن سهار د موسي قلعه ولسوالي په اړوندو  سيمو كي د مخالفينو پر وړاندي تر سره شوي چي پكي څه نا څه ۳۰  تنه وژل شوي دي چي ملكي كسان يي هم په ډله كي دي .

خوپه كابل كې دناټو ځواكونو يوې وياندې ډكرمنه(انجيلا)بيا دقومي مشر(حاجي ابراهيم )دغه ادعا بي بنسټه وبلله او زياته كړه چې په بريد كې يواځې مخالفين په نښه شوي دي او د طالبانو يو قوماندان هم د وژل شويو كسانو په ډله كي دي .