نجيب منلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 1157
خالدهادي
دخبریدو نیټه : 2014-12-28

نجیب منلی په ۱۳۳۷ کال کې په کابل کې زېږېدلی، بکلوریا یې د کابل له استقلال لېسې اخیستې ده او لوړې زده کړې یې د ځمکپوهنې په څانګه کې په پاریس ۱۱ پوهنتون کې او د کمپیوټر په څانګه کې د پاریس د صنعتي لوړو زده کړو په مرکز کې د ماسټرۍ تر درجې رسولې دي.
منلي په فرانسه کې شاوخوا شل کاله د سافټ ویر د انجنیر په توګه کار کړی او په څنګ کې یې له ۱۹۷۶ څخه تر ۲۰۰۶ پورې د پاریس د ختیځو ژبو او مدنیتونو په ملي انستیتوت کې په پښتو څانګې کې تدریس کړی. له ۱۳۸۵ کال راهیسې یې د افغانستان د حکومت په بېلابېلو ادارو کې کارکړی دی.
د سیاسي او فرهنګي چارو د شنونکي په توګه د هېواد له مطبوعاتو سره منظمه همکاري لري.
له مقالو پرته یې لاندې اثار چاپ شوي دي:
 Poèmes Afghans, Radio Villages éditeur 1986, 22p.
 Lexique Français – Pachto, INALCO, 1986, 86p.
 La métrique du pachto [ د پښتو د شعر د جوړښت او ډولونو په اړه څېړنیزه لیکنه], in Cahiers de Poétique Comparée, INALCO, 1986, pp. 101-153.
 Tresses et Labyrinthe– contes pachto, CEREDAF, 2001, 113p.
 En attendant l’aurore [د عبدالباري جهاني د شعرونو فرانسوي ژباړه], Editions Caractères, 2002, 92p.
 Confiture d’orange, [د صفیه حلیم د لنډو کیسو فرانسوي ژباړه], Editions Caractères, 2004, 226p.
 لنډۍ شعر مردمی پشتو : [د لنډیو په اړه څېړنیزه لیکنه د یو لړ لنډیو له دري ژباړې سره] Iran Nameh, Spring and summer 2005, Maryland, USA
 اورونه زنځیرونه: [د پښتو شعرونو ټولګه], 2008, Kabul
 چترۍ : [له ډاکټر اکبر وردګ سره په ګډه د فرانسوي لنډو کیسو پښتو ژباړه], Baihaqi Editeur, 2008, Kabul
 Reflets de Poésie Afghane, [د افغانستان د پښتو او دري شعر د زرکلن تاریخ د ځینو بېلګو فرانسوي ژباړه], Baihaqi Editeur & Centre Culturel Français de Kaboul, 2008, Kabul
 کتابفروش [د دري شعرونو ټولګه], Kabul, 2009, 44p.
 A selection from modern Pashto Poetry [د پښتو د معاصر شعر د بېلګو انګرېزي ژباړه], Kaboul, 2010

 


 
 ژباړې:
 
 - Poèmes afghans ( افغاني شعرونه ) د شپاړسو پښتو شعرونو فرانسوي ژباړه
 - Landeys د شپږينځوسو لنډيو فرانسوي ژباړه
 - En attendant l’aurore ( د سباوون په تمه ) د عبدالباري جهاني د شعرونو ټولګه
 - Confiture d’orange ( د نارنج مربا ) د صفيه حليم د لنډو کيسو د ټولګې ”نيمګړی انځور“ فرانسوي ژباړه
 - د افغانستان سره تړلو ځينو مجلو د پاره د پښتو او دري شعرونو ژباړه
 

 

 

 


 د شعر بېلګې:
 ١) چې درنېژدې شم ته لېرې کېږې
 در ته چې ګورم را نه پټېږې
 چې ياري نه کړې نو وايه ولې
 داسې مې سترګو سترګو ته کېږې
 ٢) په دا دوه توکه بلا پرېوتې
 زما زړګوټی د يوسف ختې
 څوک يې له رخې په وينو رنګ کا
 څوک يې له مينې کا رتې پتې
 
 ٣ )
 په لويه لار کې
 د پوخ سړک پاخه دېوال تر منځه
 په نري وت کې
 يو څو رېدي ولاړ دي
 په زرو سترګې ورته ګوري خو به
 خو چا ته ښکاري که نه؟
 زما د زړه په سوزېدلي ډاګ کې
 د وچو وچو خسرتو، تورو وهمونو منځ کې
 څو ارمانونه ټوکېدلي خو دي
 خو چې ستا سترګې به پرې
 چرې هم ولګېږي
 او که د ياس بادونه
 به يې دانه وانه کړي؟