هېواد وتلى شاعر استاد رازق فاني په حق ورسېد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 11935

دخبریدو نیټه : 2007-04-23

له پژواك خبري اژانس  څخه په مننه

د هېواد معاصر   وتلى شاعر  رازق فاني  تېره ورځ دامريکا دمتحده ايالاتو د کلفورنيا په سنټياګو ښار کې په حق ورسېد  .

 

٦٣ کلن  رازق فاني په هېواد کې د جنګونو له امله په ١٩٨٨ ميلادي کال کې امريکا ته کډوال شو  او دکلفورنيا په سنټياګو ښار کې مېشت شوى و .

 

په کلفورنيا کې د مرحوم رازق فاني دکورنۍ سرچينو د غويي په ٣مه، پژواک خبري آژانس ته وويل چې د هغه د تدفين وروستي مراسم به دغويي په ٦مه، ترسره شي .

 

په نيويارک کې استوګن يو تن افغان مخور رامين جاويد د فاني په ناڅاپي مړينه  خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل : (( دفاني نوم به تر ډېره وخته زموږ په شونډو او ذهنونو کې پاتې وي . ))

 

هغه زياته کړه چې خلک به د فاني فعاليتونه او دهغه شعرونه   تر ډېره وخته   ياد ساتي ، چاچې په هېواد کې ددريو لسيزو جنګونو پر مهال د افغانانو ستونزې او دردونه   په خپلو شعرونو کې نغښتي وو .

 

رازق فانى په امريکا کې  دهجرت په ديار کې هم د دشت آيينه و تصوير په نامه يوه شعري ټولګه چاپ او خپره کړې وه .

 

په کابل کې دبي بي سي راډيو يو تن کارکوونکي او ليکوال عزيز  آسوده پژواک خبري آژانس ته و ويل چې رازق فاني د کابل دبارانۍ  په کوڅه کې زو کړى  دى ، په بلغاريا کې يې عالي تحصيلات   ترسره کړي او امريکا ته له تګ وړاندې يې په سرې مياشتې کې   دنده ترسره کوله .

 

نوموړي وويل چې رازق فاني په خپله شاعرۍ کې داقبال لاهوري سبک خپل  کړى و او له شاعرۍ پرته يې د طنز دوه ټولګې هم له چاپه راوتلې دي .