اروپايي ټولني د ملت د بابا پر مړينه خواشيني وښوده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13094
محمدابراهيم سپېڅلى
دخبریدو نیټه : 2007-07-24

 

افغانستان ته د ارپايي ټولنې خاص استازي فرانسس وينډرل د ملت د بابامحمد ظاهر شاه په مړينه خواشيني وښوده او زياته يې کړه چې نوموړي ټول عمر د خپل هېواد په خدمت کې تېرکړ .
وينډرل ، چې پرون ما ښام يې يوې خبري غونډې ته وينا کوله، وويل چې د ملت بابا يې له پخوا څخه پېژانده او هغه به تل د افغانستان د سوکالۍ په اړه فکر کاوه .
وينډرل، ډاډ ورکړ چې د ملت د بابا مړينه به د افغانستان او اروپايي ټولنې په اړيکو هيڅ  منفي اغېز ونه لري .
هغه زياته کړه چې د ملت بابا ويه هيله داوه ، چې په افغانستان کې يو ځل بيا لويه جرګه راوبلل شي او دغه هيله  يې څلور کاله مخکې پوره کړه .
وينډرل وويل : (( زه د اروپايي ټولنې په استازيتوب، د افغانستان دولت او خلکو ته د ملت د بابا په مړينه تسليت وايم.))