اروپايي ټولنې د ظاهر شاه په مړينه خفگان وښود

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13096
محبت خان
دخبریدو نیټه : 2007-07-24

 ظاهر شاه

افغانستان ته د اروپايي ټولنې خاص استازي فرانسس وينډرل د محمد ظاهر شاه په م ړينه خواشيني وښوده او زياته يې کړه چې نوموړي ټول عمر د خپل هېواد په خدمت کې تېرکړ .  وينډرل وويل : زه د اروپايي ټولنې په استازيتوب، د افغانستان   دولت او خلکو ته د ملت د بابا په مړينه تسليت ورکوم .  وينډرل، ډاډ ورکړ چې د ملت د بابا مړينه به د افغانستان او اروپايي ټولنې په اړيکو هيڅ  منفي اغېز ونه لري .  د ملت بابا محمد ظاهر شاه په کابل کې د 92 کلونو په عمر له نړۍ څخه سترګې پټې کړې .  ظاهر شاه په ١٣١٢ کې د خپل پلار محمد نادرخان  له وژل  کېدو  وروسته په تخت کېناست او په ١٣٥٢ کال کې د محمد داود خان له خوا د يوې کودتاه په ترڅ کې له تخته کوز او د هغه څلويښت کلنې شاهۍ دورې ټغر د تل لپاره ټول شو .