د بريتانيا ملکه : سخته خفه شوم!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 13097
محبت خان
دخبریدو نیټه : 2007-07-24

  

ظاهر شاه او دوهمه 

الیزابت

د برتانيا ملکې، اليزابت دويم ې، افغان ولسمشر ته د يوه ليک په استولو د پخواني پاچا د مړينې په اړه خواشينې ښوولې او ويلي چې د ظاهر شاه د م ړينې د خبر په اوريدو خواشينې سوې ده.  د برتانيې ملکې ويلي: ''په ١٩٧١  ميلادی کال کې له برتانيا څخه د نوم وړي د ليدنې ښې خاطرې را ياديږي. زه د افغانستان د خلکو له هغه احترام او مينې نه خبره  يم چې ظاهر خان ته يې در وده. د هغه وژل کيدل د افغانستان لپاره نه جبرانيدونکې ضايعه ده. زه به له تاسو نه ډير مننه وكړم  که چيرې زم ا د خواخوږۍ پيغام د ظاهر شاه کورنۍ ته ورسوې.'' له دې وړاندې د پاکستان ولسمشر پروېز مشرف او د دغه هيواد لومړي وزير شوکت عزيز هم په ورته پيغامونو کې افغان ولسمشر ته د خواخوږۍ پيغامونه استولي و.