د سولي په ورځ په لسګونو کسان ووژل سول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 14381
عمر واحديار
دخبریدو نیټه : 2007-09-21


په داسي حال کي چي ملګرو ملتونو د سپټمبر ١ مه په افغانستان کي د سولي ورځ نومولې ده، د بېلا بيلو نښتو په ترڅ کي په لسګونو افغانان او بهرنيان وژل سوي دي.
نړيوالو مطبوعاتو د ايتلافي ځواکونو په حواله خبر ورکړ چي د روزګان په ولايت کي يې په ١٤ ساعته جګړه کي تر لسو ډېر طالبان وژلي دي.
ځواکونه وايي يوه ډله طالبان د سړک غاړي د بمونو په ښخولو لګيا وه چي د ناټو ځواکونو الوتکو بمبار پر وکړ.
د روزګان چارواکي وايي په دغه پېښه کي شپږ ملکي کسان هغه وخت ووژل سول چي طا بانو يوه کلي ته پناه يووړه او ځواکونو پر  کلي بمبار وکړ.
د هلمند له ګرمسېر ولسوالي څخه چي له يوې مياشتي راهيسي د طالبانو او ناټو ځواکونو تر منځ نښتي رواني دي په هوايي بمباريو کي د ٤٠ طالب جنګياليو د وژني خبر و کړل سوى دئ.
د ناټو ځواکونو خبرپاڼه وايي په دغه پېښه کي څو تنه ملکي کسان هم وژل سوي دي.
همدا راز د برتانيې د دفاع وزارت خبر ورکړى چي د سړک د غاړي په چاودنه کي يې دوه عسکر وژل سوي دي.

له هلمند او روزګان څ خه ليري د کابل په کمپنۍ کي يوه ځانمرګي بريد هم يو فرانسوى وژلى او څو نور افغانان يې ټپيان کړي دي.