عراقي پوليسو ويلي چې ددې هېواد د پلازمېنې بغداد په شنه سيمه (GREEN ZONE)کې چې د امريکا سفارت هم پکې پروت دى، يو ځل بيا د راکټي بريدونو شاهد و.له بريد وروسته د بغداد شنه سيمه يو ځل بيا د هاوان بريدونو په تورو لوخړو کې پټه شوه . پوليسو د هاوان د شپږو زونو خبر ورکړى خو د مرگ ژوبلې په اړه يې ناخبري ښودلې ده . عيني شاهدان وويل چې په دې بريد کې 6 تنه عراقي ساتونکي مړه او لس نور ژوبل شوي دي.بل پلو په شنه سيمه کې د امريکا سفارت ته امر شوى چې خپل مامورين دې په پټو ځايونو کې خوندي وساتي او له سفارته د وتلو پرمهال دې د مرميو ضد جامې واغوندي .