په کندهار کې اته تنه پوليس وژل شويدي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19433
ډاکتر کمال سادات
دخبریدو نیټه : 2008-07-04

د افغانستان په کندهار ولايت کې د يوې امنيتې پوستې اته تنه پوليس وژل شوي او يو بل يې ټپي شوۍ دۍ.
دا پيښه بيګا شپه د کندهار ولايت پنجوايې ولسوالۍ په م بوطاتو کې شويده او په هکله يې دا د ولايت نوي امنيه قومندان مطيع الله   وه ويل چې پدي پيښه کې د يوي ام نيتي پوستي  اته تنه پوليس وژل شوي يو يې ټپي شوۍ دۍ، د ده په خبره تر اوسه پورې د پيښې بشپړ جزيات ندي په ډاګه شوي، چې د چا لخوا څنګه  رامينځ ته شوي ده.
پدې اړوند داسې راپورونه هم شته  چې دوه تنه پوليس بې درکه شوي هم دي،مګرقومندان مطيع الله نور څه وه نه ويل،
خو وسلوالو طالبانو يې مسوليت په غاړه اخيستۍ دي.