اسدال خالد جنرال رحمت الله روفي ته صلاحیت سپاري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20262

دخبریدو نیټه : 2008-08-16

د سیمیزو ارگانونو د ادارې په غوښتنه او د ولسمشر کرزي له منظورۍ سره سم رحمت الله روفی د کندهار د نوي والي په توگه وټاکل شو .له دې دمخه اسدالله خالد د کندهار د والي په توگه کار کاوه .نوی والی چې د افغان ملی پوځ جنرال دی څه موده وړاندي په کندهار کې د 205 اتل قل اردو مشري کوله خو بیا د نامعلومو دلایلو له امله له دې دندې ګوښه کړای شو .ولسمشر کرزی ته ور نژدې  سرچیني واېې  چې د اسدالله خالد د گوښه کولو علت تر اوسه نه شي په ډاگه کولای او نوموړي  ته کومه نوي  دنده هم نه ده سپارل شوي.د اسدالله خالد د ماموریت پر مهال د کندهار په ولایت کې په سلگونو پروژې پلي او په همدې  شمیرې  نوري  رواني دي.اسدالله خالد له کندهار دمخه د غزني د والي په توگه کار کاوه.داسی گنگوسي هم شته چی نوموړي ته د کورنیو چارو وزارت او ملی امنیت ریاست وړاندیز شوی خو هغه تر اوسه خپل دریځ نه دی وښانه کړی.

اسدالله خالد

اسدالله خالد او کانادایی قوماندان