د خواجه بهاالدين دكلابندو پښتنو نور حق هم خوړل كيږي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20766
سیدبرهان الدین دربار
دخبریدو نیټه : 2008-09-10

د خواجه بهاالدين دكلابندو پښتنو نور حق هم خوړل كيږي.
د تخار بېرته راستنو شوو مهاجرينو ته چې د كډوالو چارو وزارت لخوا كومې مرستې را ېږل شوې دي . سيمه يز چارواكي  غواړي نيمه برخه يې په غاصبو وزبكو وويشي .
دغه دوه موټره مرستې چې نن خواجه بهاالدين ولسوالۍ ته ورسېدې غنم ،وريجې ،غوړي او نور د ضرورت وړ مواد په كې شته دى .
دا په داسې حال كې ده چې اوس هم دغه پښتانه په اسانۍ سره  نشي كولى د محبس  له حويلۍ د باندې ووځي  او خپل د ضرورت وړ مواد ترلاسه كړي .
دغه په سلګونو كلا بند پښتانه چې په نيمه خېټه ډوډۍ خوري وايي چې كه مرستې ورسره ونه شي د لا سختې ولږې سره به مخ شي
د نوموړي خبر له خپرولو مې موخه داده كه چېرې كوم ورور د كډوالو د چارو وزارت له كوم لوړ پوړي چارواكي سره پېژني بايد ددغې خبرې غم وخوري ، ځكه دغو خلكو چې په پښتنو يې لارې ګودرې ، دوكانونه ، نانوايان او ... .بند كړي اوس پرې د دغو مظلومو كلابندو پښتنو حق خوړل كيږي .