د کندهار د کاکا سید احمد په لیسه کي د رایه ورکولو په مرکز کي یوشکیر هغه صندقونه ولیدل شوه چي سرونه ئې سیل شوي نه وو.
دکندهار ددزغونې انا په لیسه کي د انتخاباتو کارکونکي هغه ښځو ته چي نه پوهیږي چاته رایه ورکووي په لوی لاس د ډاکټر عبدالله عبدالله نوم ورته په ګوته کیږي او ورته ویل کیږي چي دلته د ( ص) علامه ولیکی .
په همدې مرکز کي یو شمیر ښځي دولایتي شورا د کاندید افغانمل کارتونه چي دهغه عکس ورباندي لګول شوی دی ښڅو ته ویشي چي دغه کس ته رایه ورکړی لاندي د ډاکټر عبدالله عبدالله او بسم الله افغانمل په اړه سرغړوني وګورئ
دکندهار په احمد شا بابا لیسه کي د ټاکنو چارواکو درې کسه هله ونیول کي ۵ ځله ئې خپله رایه دډاکټر اشرف غني په حق کي کارولي وې . او په شپږم ځل ونیول شول
د یادولو وړ ده چي د بېنوا ادارې لخوا په کندهار کي د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ډاکټر واصفي ته مو د ټیلفون په لیکه همدغه سرغړوني ورسولې .