کندهار :٢٠٠ انجوني له زده کړو فارغه سوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30313

دخبریدو نیټه : 2009-11-03

احمد لودين

په کندهار کي د افغان کاناډا  له  ښوونيز مرکزه دوه سوه تني انجوني له بيلابيلو زده کړو څخه فارغه سوي .هغه مراسم چي په همدي موخه په منډيګک ماڼۍ کي جوړ سوي وه په ترڅ کي هغو دوو سوو تنو انجونو ته چي  د تيرو دوو کلنو په ترڅ کي يي په کندهار کي دافغان کاناډا ښوونيز مرکز څڅه دانګليسي ، کمپيوټر ، سوداګريزو چارو او نورو ښوونيزو برخو څخه فارغه سوي وي فراغت ليکونه ورکړل سوه .دنوموړي مرکز مشر احسان الله احسان په خپلو خبرو کي د نوموړو ښځينه زده کوونکو د فراغت په هکله معلومات وړاندي کړه او دا کار يي يوه لويه لاسته راوړنه وبلل .
ده وويل چي دا دنوموړي مرکز څخه دوهمه دوره زده کوونکي دي چي ټولني ته وړاندي کيږي خو دولت ورته بايد دکار زمينه برابره کړي .
وروسته پر نوموړو فارغينو باندي پراغت ليکونه وويشل سوه .
زده کوونکي هم په خپله زد کړه ډيري خوشحاله وي