د حضرت محمد( ص) خرقه مبارکه په كندهار لایت كي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31479
عبدالتواب بارکزی
دخبریدو نیټه : 2009-12-23

 


خرقه شريفه په كندهار كي :
وروسته له هغه چي خرقه شريفه كندهار ته راوړل سوه، د يو څه  پر غاړه واخيست، خو كله چيþمودې لپاره د هغې چوپړ په خپله اعليحضرت احمدشاه بابا   د افغاني امپراتورۍ د لوېديځوþد كال 1183 په لومړيو كي اعليحضرت احمدشاه بابا  ولايتونو د سمبالولو لپاره لښكر برابر كړ او خپله تلى، نو يې د خرقې شريفي د متولي د مقررۍ په هكله فرمان صادر كړ.
د نوموړي فرمان پر بنسټ حاجي مولوي عبدالحق د حاجي ملا شكر زوى او د حاجي ملا زلال لمسى په خټه يعقوبزى چي په الكوزي ټبر پوري تړاو لري، د دولت د غړو په رايو او تصويب سره د خرقې شريفي و چوپړ او تولا ته وټاكل سو.
د نوموړي فرمان چي پر 26مه د دهي (محرم الحرام) د كال 1383 س ل صادر سو په يوه برخه كي راغلي دي: "خرقه شريفه په هغه بكس كي چي ده، بايد په هغه ډول وساتل سي او خلك چي يې زيارت كوي نو به د هغه بكس زيارت كوي او بكس به پرته د پاچا له حكم څخه نه خلاصيږي." د نوموړي فرمان څخه په ښكاره توګه څرګنديږي چي اعليحضرت احمدشاه  د هيواد د اسلامي او تاريخي ارزښتونو سره په زياته كچه مينه درلوده او هغهþبابا  به يې په سمه توګه ساتل، د نوموړي فرمان وصول تر
اوسه ياني 1425 س ل پوري پر خپل ځاى پاته دى، چي تقريباً 242 كلن تاريخ لري. او اوس هم د خرقې شريفي د بكس خلاصول او يا را ايستل د وخت د واكمن په حكم سره شوني دي. (هغه وخت چي را ايستل يې اړين وبلل سي)
د خرقې شريفي د ساتلو آداب :
د خرقې شريفي پخوانيو متوليانو په نورو ښارونو كي داسي عادت درلود چي د جمعې په ورځو، اختر په ورځو او ځينو مصائبو په پېښېدو سره به يې د خرقې شريفي د زيارت دروازه خلاصوله او كله كله خو به يې د بكس سر هم خلاصاوه او يا خو به يې د بكس څخه را ايستل، او ځيني وختونه خو به د يو ښار څخه و بل ته وړل كېده.
 په وړانديþكله چي دا ستر امانت د اعليحضرت احمدشاه بابا  د بلخ په توابعو كي خپل نور وځلاوه، زيارت كوونكو د پخوانيو متوليانو د عادت پر بنسټ خرقه شريفه به يې مسح كول او د ځينو لويانو، مشرانو او چارواكو په غوښتنه خو به د بكس سر هم ورته خلاصېدى.
 دا حال وليد او پرېþكله چي اعلحضرت احمدشاه بابا  خبر سو د خپل دربار د ځينو نيكو او صالحو كسانو په مشوره يې دا حكم صادر كړ چي هيڅوك بېله شاهنشاه څخه دا حق نه لري حتى شاهزاده ګان او وزيران هم چي د بكس سر دي خلاص كړي، د همدې پرېكړي له وجي يې د خرقې شريفي د بكس كلي د يوه كال لپاره په خپله وساتل خو كله چي هرات او مشهد ته تلى نو يې د هغه ستر امانت د بكس كلي د كندهار و يو تن عالم ته چي كورنۍ يي گ نسل پر نسل د علم او تصوف په لاره كي شهرت لاره وسپارل، نوموړى عالم حاجي مولوي عبدالحق اخوندزاده وه، نوموړى نه يوازي دا چي يو جيد ديني عالم و بلكي د تصوف او تقوا په نقشبنديه طريقه كې يې هم لاس درلود.
نوموړي د خرقې شريفي د راوړلو له نېټې څخه و كندهار ته د هغې چوپړ او تولا ته ولاړ و، د خرقې شريفي د ساتلو د آدابو پر ځاى كولو په منظور په فرمان كي پر دې ټينګار سوى دى چي په عادي ورځو كي دي د كوټې دروازه نه خلاصيږي او يوازي د جمعې او اخترونو په ورځو كي دي خلاصه وي. دا هغه اوصول دي چي تر اوسه په درنښت مراعتيږي، ياني ټولو پاچهانو او واكمنو منلي دي. د ملت بابا اعليحضرت محمدظاهر شاه هم د خپلي واكمنۍ په دوره كي د خرقې شريفي زيارت ته راتلى او د زيارت د رغولو او د خرقې شريفي په ښه توګه ساتلو كي يې ځانګړې پاملرنه كول او لازمي لارښووني يې د موضوع په هكله ولايتي چارواكو ته كولې.
د خرقې شريفي د زيارت كولو ورځ لكه څنګه چي مخكي هم اشاره وسوه، اوس هم په همهغه ډول ده، ياني د زيارت كولو ورځ د جمعې ورځ ده په دې ورځ باندي د زيارت دروازه د زيارت كوونكو پر مخ خلاصه وي. پر كندهار سربېره د هيواد د ګوټ ګوټ څخه او همدا راز د يو زيات شمېر اسلامي هيوادونو څخه زموږ نور مسلمانان  مباركي خرقې ته راځي او ځان ته يې دrوروڼه هم د خاتم النبيين حضرت محمد مصطفى  زيارت كولو وياړ په برخه كوي.
د تېمورشاه عصر :
كله چي اعليحضرت احمدشاه بابا په كال 1183 س ل د افغاني امپراتورۍ د سمون او پراخوالي لپاره د هيواد لوېديځو ولايتونو (هرات، مشهد او نيشابور) ته په سفر تلى، دا تكل يې درلود چي د خرقې شريفي د زيارت لپاره يو ښه او مناسب ځاى د هغه وخت په عصري بنايي باندي جوړ كړي، د سفر څخه د راستنېدو وروسته د سختي ناروغۍ له وجي چي ورپېښه وه په دې ونه توانېدى چي د خرقې شريفي لپاره زيارت ځاى جوړ كړي. همدا ناروغي وه چي د ده د هيلو پايله سوه، او د افغان ولس په تاريخ كي د هغه ځلانده ستوري لوېدنه وه چي موږ او زموږ تاريخ به تل په وياړي. وروسته له هغه چي د 1186 س ل كال د خداى تعالى (رجب المرجب) د مياشتي پر شلمه د جمعې په شپه چي د 1773 ز كال د جون د مياشتي د پايلو سره سمون درلود له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګي پټي كړې. د هغه ځاى ناستى اعليحضرت تيمورشاه د پلار د هيلو د پوره كولو په خاطر ځيني ګامونه اوچت كړل. چي په دې هكله يې ځيني نظريې هم درلودې په دې ډول :
1. مباركه جامه (خرقه شريفه) بايد وروسته له دې د سلاطينو د لاس آله نه وي.
2. د كندهار له مركز څخه و بل لوري ته ونه لېږدول سي او نه هم نورو ښارونو ته يووړل سي. كه څه هم كابل ته په داخلېدو سره يې دا خيال درلود خو د درنښت له مخي يې په دې كار لاس پوري نه كړ. دا په داسي حال كي چي په تېرو پېړيو كي واكمنو د خرقې شريفي لېږدول د ځان وياړ باله.
ده وفرمايل چي د خرقې شريفي د زيارت لپاره دي مناسب ځاى د كندهار په ښار كي همهغه د اعليحضرت احمدشاه بابا د زيارت څنګ ته ټاكل سوى دى دا په دې خاطر چي نوموړې سيمه يو خو د ستر غازي د زيارت څنګ دى د بله اړخه د نوموړي ځاى هوا ډېره ښكلي او خواپاكې ده. په همدې تكل يې د زيارت ځاى د جوړېدو كار پيل او پسله څه مودې پاى ته ورسېد.
د خرقې شريفي وداني :
څرنګه چي مخكي يادونه وسوه خرقه شريفه د لومړۍ خور(ربيع الاول) پر نهمه د 1182 س ل كال كندهار ته راوړل سوه او خپل نور او انوار يې ولوراوه، دا هغه وخت و چي اشرف البلاد د معمارۍ كار پاى ته نه و رسېدلى نو خرقه شريفه يې د اول ځل لپاره د هغه وخت په لومړي جوړ سوي جامع كي چي د مرحوم وزير شاه وليخان كور ته نژدې و كښېگښودل سوه. او وروسته له هغه چي د خرقې شريفي د زيارت اوسنۍ وداني د اعليحضرت تېمورشاه له خوا د هغه وخت د معمارۍ په عصري بڼه د پخو خښتو، ګچو، ډبرو او اهاكو څخه د خپل درانه پلار د زيارت څنګته په يو شنه او كرنيزه مځكه كي چي د كندهار د شاه ويالې څخه اوبېده جوړه سوه، د يو لړ ديني مراسمو په لړ كي ياني د خيراتونو او صدقو په ويشلو او د  صادقrدعايو او تكبيرونو په ويلو د حضرت سيدالاولين و الآخرين محمد مصطفى  الوعدالامين و روح ته خرقه شريفه په درنښت او عزت سره د زړې جامع څخه پورته او  له درباره څخه په وارو وارو شكر ګذاره يو چي داöاوسني زيارت ته يې راوړل. د الله  الهي نعمت اوس هم زموږ سره سته او موږ يې له فيض او بركته څخه برخمن يو، د خرقې شريفي د راوړلو نېټه و اوسنۍ ودانۍ ته 1196 س ل څخه عبارت ده چي تر اوسه (1425 س) پوري 229 كاله كيږي.
نور بيا ...

 

د حضرت محمد خرقه شريفه په كندهار كي
(درېيمه برخه)

 

كندهار ته د خرقې شريفي را رسېدنه
ستر امپراطور اعليحضرت احمدشاه بابا خرقه شريفه د څه مودې لپاره د كابل او د هغه د شا او خوا سيمو د خلكو د زيارت كولو په خاطر د كابل د علي اباد په سيمه كي كښېښودل او ځان يې د هغې چوپړ ته په مطلق ډول مسوْل وګاڼه، او د هغې د بكس كلي يې په خپله ساتل.
څرنګه چي احمدشاه بابا په دې وخت كي په كابل كي اوسېدى كندهار ته يې فرمان واستاوه او خپل دوهم زوى شهزاده سلېمان يې كابل ته ور وغوښتى، تر څو د حضرت رسول اكرم r مباركه خرقه د افغاني امپراطورۍ وياړلي پلازميني كندهار ته ولېږدوى.
نو هغه وو چي د 1147 لمريز كال په دوبي كي چي د 1182 سپوږميز كال سره سمون لري د كابل څخه مباركه خرقه د خپلو موْظفو كسانو چي يو شمېر علماء، خانان او عسكر پكښې وه په ډېر درنښت او عزت پورته او په اول مزل (منزل) كي يې د ميدان سيمي ته راورسول، او ده افغانان ته نژدې د مسجدي خان په سراى كي يې پر يوه صندلي كښېښودل. وروسته د خرقې شريفي د پورته كېدو څخه خلكو نوموړى سراى زيارت كړ، او پر صندلي باندي يې دېوال راوګرځاوه، او د شمانو لپاره يې شمدانۍ كښېښودې.
نوموړى زيارت تر اوسه پوري سته، خرقه مباركه يې په همدې آدابو تر كندهار پوري راورسول.
د فيض آباد څخه و كابل ته د خرقې شريفي د راوړلو په وخت كي او د كابل څخه و كندهار ته د خرقې مباركي بكس به يې د اوښ پر شا كښېښودى او د درېدو په وخت كي چي به هر مزل ته ورسېدل پر يو پاك او نوي فرش چي مخكي به نه وو كارول سوى، پر يوه لوړه سيمه به ورته اوار كړه سو او پر راكښته به يې كړه، او ډيري پيسې به يې ورته نذر او صدقه كړې، او پر خلكو به يې ووېشلې او پر يو كاغذ به يې وليكل چي : "پر دې اوښ باندي د رسول اكرم r مباركه خرقه لېږدول سوې ده هيڅوك حق نه لري چي بار پر يوسي او يا پر سپور سي، دا اوښ نور د چوپړ څخه آزاد دى، او هر څوك دې ساتنه او پالنه وكړي"
نوموړى كاغذ به يې د اوښ په غاړه ور وځړاوه، خلكو به په هره سيمه كي چي خرقه مباركه به پر راكښته كېدل، ډبري پر راوګرځولې او زيارت به يې كاوه.
دا چي د خرقې شريفي د رسېدلو نېټه و كندهار ته د 1182 د لومړۍ خور (ربيع الاول) پر نهمه چي د 1147 لمريز كال د زمري د مياشتي د درېيمي نېټې سره سمون لري ټاكل سوى ده، خو ښايي چي د څېړونكي سهوه وي، او حقيقت داسي برېښي چي د خرقې شريفي د رسېدلو نېټه و كندهار ته د ياد سوي كال د درېيمي خور (جماد الاول) نهمه نېټه چي د تلي د مياشتي د لومړيو ورځو سره سمون لري وي.
دا چي د ځينو مهمو اړيو په خاطر د خرقې شريفي په لېږدولو كي د درنښت له مخي د تلوار څخه كار اخيستل سوى دى، د قبول وړ دى، او شهزاده سلېمان دراني د نوموړي كال په دوبي كي د خرقې شريفي سره و كندهار ته حركت كړى دى. دا يوه يادونه وه. دا چي په ماخذ كي 9 مه د لومړۍ خور د 1182 سپوږميز كال تعين سوې ده منو يې او تردد نه پكښي كوو.
كله چي خرقه شريفه كندهار ته راوړل سوه د همهغه وخت په لومړني جوړ سوي مسجد كي (1) چي د جوړېدو كار يې په 1172 سپوږميز كال كي پاى ته رسېدلى وو كښېښودل سوه او تر 1190 سپوږميز كال پوري هلته وه.
لوى احمدشاه بابا ?3;له چي د كندهار نوى ښار يې په سنه 1169 سپوږميز كي جوړ او په اشرف البلاد يې ونوماوه او د دې الهي نعمت په رسېدو سره و دې ښار ته دا باور كيږي چي د روحانيت او كرامت له مخي لوى احمدشاه بابا ?0;ې نوم مخكښي لا اشرف البلاد ايښى وو. او د مباركي خرقې په رسېدلو سره نوموړى ښار مخكي له مخكي په دې نامه شهرت موندلى وو. يعنى په افغانستان كي دوه وياړه (فيض آباد) او (اشرف البلاد) د واجب التعظيم حضرت رسول كريم r د مباركي خرقې په رسېدو جوړ سوى دى. خو اشرف البلاد د اسلام په لاره كي د مجاهدت، آزادۍ او خپلواكۍ په لاسته راوړلو، د ولاياتو په پيوستون كي د لره تر بره تر يو اسلامي افغاني امپراطوري نظام لاندي په راوستلو كي په ټوله معنى پر افضله دى، او كولاى سو چي اتل او سرلوړى كندهار د افغانستان د يو ستر ټولنيز منځكي (مركز) او د سولي او امنيت په ټاټوبي قبول كړو.
اهل حق را زندګى از قوت اوست
قــــوت هر ملـــت از جمعيت است
د خرقې شريفي د لېږدولو تاريخ په نظم كي :

 
د خرقې شريفي د لېږدولو او رارسېدني تاريخ د جوزګون (فيض آباد) څخه و اشرف البلاد (كندهار) ته په لاندي نظم كي بيان سوى دى :

زهى خرقه با سعادت كه شد
خراسان ز فيض قدومش منور
معلى جناب احمد آن شاه والا
كه بد رتبه اش بر تر از بام اخضر
به باز و چور ستم به هيبت چو دارا
به حشمت سليمان به تكمين سكندر
مطيعش زمه تابه ماهى جهانى
بپابوسش آسمان حلقه بر در
از آنجا كه آمد زوپيش داشت مسكن
حب حق تعالى و حب پيمبر
فرستاد در جوزګون بهر تعظيم
ولى خان وزير خود آن نيك اختر
كه تا آورد خرقه شاه لولاك
حبيب خدا شافع روز محشر
بياوردش از جوزګون آن نكو نام
بصد عز و تكريم بسيار و صدفر
نهم از ربيع الاول و روز دوشنبه
كه شد قندهار از نزولش معطر
بالف ماته ثمانين و اثنان
خرد ګفت بنويس تاريخش اندر
(1182 س)
 
پورتنى نظم د صوفي عبدالحميد خان په خط په ښكلې بڼه د خرقې شريفي د زيارت د دروازې په دالان كي په كال 1327 سپوږميز كي ليكل سوى دى.
كندهار او خرقه شريفه
د افغان محمود طرزي كلام

 خوش اب و خوش هوا و لطافت نثار شد
شيرين بود كه نام خوشش قندهار شد
فخر رسل محمد مختار كزشرف
عالم به نور او شده از جهل بر طرف
يك خرقه مقدس از ثوب پاك خويش
بهر اويس كرده عطا در زمان پيش
آن خرقه مقدس پاك اين زمان كجاست
پرسى كجا بګوى كه در قندهار ماست
اين است فضل باقى اين شهر بى نظير
قدسيتش قياس كن اى ذات خوشضمير
در اين ولايتست اراضى پُر شرف
انهار بس بزرګ دران جارى هر طرف
اقوام پر سلاح اصيل دلاورى
در روى شان ستاده چو شيران غاورى


د علامه اقبال كلام
كله چي علامه اقبال د 1312 كال د لړم په مياشت كي د كابل څخه كندهار ته راغى او د خرقې شريفي زيارت يې وكړ، نو د دې ښار او زيارت په درناوي كي يې وويل :
قندهار آن كشور مينو سواد
اهل دل را خاك او خاك مراد
كوى آن شهر است ما را كوى دوست
ساربان بربند محمل سوى دوست
خرقه آن برزخ لايبغيان
ديدمش درنكته (لى خرقتان)
آمد از پيراهن او بوى او
داد مارا نعرهْ الله هو


 (1) دا مسحد اوس هم په كندهار كي موجود دى او د كندهار خلك يې زوړ مسجد بولي.
نوربيا ...