دوبۍ: د حماس د قوماندانو دوژلو په تور دوه فلسطنیان ونیول شول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33100

دخبریدو نیټه : 2010-02-16

شهلا - دوبۍ

د دوبۍ پولیسو تیره شپه خبر ورکړ چې دوه فلسطنیان یې د حماس د ډلي د هغه قوماندان دوژلو په تور نیولي چې دغلته په مرموز ډول په خپل اقامت ځای کې دوه اونۍ دمخه ووژل شو.

حماس ډلي دغه قتل د اسرایلو د موساد استخباراتي ادارې کار بللی وو.

د دوبۍ د پولیسو مشر په دې باب نور جزیات ورنکړل او زیاته یې کړه چې له نیول شویو کسانو څخه تحقیقات روان دي او وروسته به روښانه شي چې د حماس دغه قوماندان د چا په دستور وژل شوی وو.