هند: ۱۱۰۰ تنو افغانانو ته سټیزنشيپ ورکړ شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 33326

دخبریدو نیټه : 2010-02-24

میرویس جلالزی

د هند دولت د چهارشنبې په ورځ اعلام وکړ چې په تیرو دریو کلونو کې یې د افغانستان د ناکراره سیمو شاوخوا ۱۱۰۰ تنو اوسیدونکو ته په هند کې د دایمي استوګني قانوني اسناد ورکړي دي.

د هند د کورنیو چارو وزیر مولاپالي رماچاندران وویل چې دغه افغانان د نړیوالو قوانینو پر اساس په هند کې د پاتې کیدو لایق ول او هند دا لازمه وبلل چې د هغوي د سر پر وړاندي جدې خطر ته په کتو سره هغوي ته هند کې د استوګني دایمې اسناد ورکړي.

هند او افغانستان ډیري نږدې اړیکي لري او افغان دولت  د سیمې د ټولو هیوادونو په پرتله په هند اوجاپان ډیر ویاړي.

د یادولو وړ ده چې افغان ولسمشر حامد کرزي هم په هند کې خپلې لوړي زدکړي تر سره کړي دي.