کندهار: چاودني دوه پوليس ټپيان کړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 39890

دخبریدو نیټه : 2010-10-26

لودين

 

په کندهار کي چاودني دوه پوليس ټپيان کړه .

چاودنه نن غرمه  دوولس بجي د کندهار ښار د نوي عيدګا په سيمه کي کندهار پوهنتون ته څيرمه  د دوولسمي حوزي پر پوليسو رامنځ ته سوه .  يوه امنتي سرچينه د نوم نه ښـودلو په شرط وايي چي چاودنه بمي وه  او هغه وخت  رامنځ ته رامنځ ته سوه کله چي دوه تنه پوليس پر موټرسيکل له سيمي نه تيريدل د سرچيني په حواله چي  په چاودنه کي دواړه پوليس ټپيان سوي دي .

د کندهار د ميرويس روغتون نوکريوال ډاکټر هم  وايي  چي ديادي پيښي دوه ټپيان روغتون ته ور وړل سوي دي .

د کندهار امنتي چارواکو د پيښي په اړه تر دي مهاله څه نه دي ويلي او نه هم د پيښي پړه چا په غاړه اخستي ده .