149 کورنۍ او بهرنۍ انجوګاني وتړل سوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 40208
اتل هیواد - کابل
دخبریدو نیټه : 2010-11-09

د افغانستان د اقتصاد وزارت په هیواد کي د ۱۴۹ کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو یا انجیوګانو د تړل کېدو خبر ورکړ.

د اقتصاد وزارت په خبرپاڼه کي ویل سوي چي دغه انجیوګاني ځکه تړل سوي، چې په تیرو دوو کلونو کي يي خپل کاري راپور د اقتصاد وزارت ته نه و وړاندي کړی.

تردې پخوا هم د افغانستان د اقتصاد وزارت ۱۷۰ انجیوګاني  د راپور نه سپارلو له امله منحل اعلان کړي وې.