پښتو ویب پانو ته په فیسبوک کي یو ځغلنده کتنه !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 45319
مختار احمد ( راز )
دخبریدو نیټه : 2011-10-18


دانټرنیټ چټک پرمختګ په اجتماعي او ټولنیزژوندانه کي هم حیرانونکي بدلونه د ځان سره راوړل . چي یو دهغو څخه فیسبوک ټولنیزه پاڼه ده چي سلګونه میلونه کتونکي او مینوال لري . او دفیسبوک نړیوال شهرت او هر ورځ ددې پاڼي د کتونکواو مینوالو زیاتیدونکې شمیرې دنړیوالو شرکتونو ، رسنیو او نورو پام هم ځانته جلب کړی دی . او په دې لړ کي د کارډين ، نیویارک ټایم ، سي ان ان او نورو مشهورو نړیوالو رسنیو وڼده دپام وړ ده ، دوی ددغه ټولنیزي پاڼي څخه په ګټه اخستني سره هره ورځ دهمدې ټولنیزي پاڼي له لیاري میلونونو کسان خپلو پاڼو ته کشوي .
فسیبوک چي په پښتو کي ورته ژوندئ زنځير هم ویلای سو په اصل کي د ارتباطاتو د شریکولو خورا پیچلي کړیاني په ځان کي لري چي د یومطلب یا انځور په شریکول سره ئې هره  کړۍ په اتومات ډول د نورو زرګونو کړیو سره شریکوي او همدا سلسله د ژوندي زنځير په څير کړۍ په کړۍ په عیني وخت کي خورا اوږد سفر په مخ وړي . او دفیسبوک د مینوالو د ملګرتیا په اساس له سلګونو تر زرګونو او له زرګونو ترمیلونو کسانو رسیږي .
دفیسبوک دغه زنځيري لړۍ  د نړۍ پر ګوټ ګوټ راتاو سوې  او همدا دلیل دي چي نړیوال شرکتونه ، رسنۍ سیاسي او اجتماعي شخصیتونه او نور... ټوله په فیسبوک کي خپلي پاڼي جوړوي چي  دغه پاني بیا د like په نوم دخوښیدو یو افشن له ځان سره لري او دغه افشن په یو وار خوښیدو دنوموړي پاڼي هر نوي مواد  د خوښ سوي کس  او دهغه د ملګرو پر دیوالو راښکاره کیږي او دهرملګري څخه دامینتي سوستوالي پربینا دهغه دنوروملګرو دیوالو ته ورسوري کیږي .

له تیرو دوو کالو راهسي په فیسبوک کي د پښتو ویب پاڼو د خوښیدونکو پاڼوموجودیت هم ترسترګو کیږي  خودا لړی د نړیوالو رسنیو په پرتله خورا پڅه ده ، او شاید یو علت ئې په فیسبوک کي د پښتنو ګډونوالو د Like سره نه بلدیت او یا هم دپښتنو بېغوري وي ځکه پښتانه همیش د خپل کلتور او ژبي په چارو کي هر څه په تیاره غواړي  . او په برعکس په دغه چارو کي ئې پرڅه کولو یا مرستي ئې ملا ماتیږي . حتی هغه کي د یو خوښونکي Like د کلیکولو په اندازه هم وي .
په فیسبوک کي پښتانه ګډوالو ته په کار ده چي هره پښتو پآڼه خوښه کړي ځکه دغه  چاره د پښتو ژبي په راژوندي کولو کي خورا لوی رول لوبولی سی  ځکه  چي ددوی یو خوښیده یا Like دا توان پیدا کوي چي دغه پښتو مواد د هر پښتانه او غیري پښتانه  تر دیوالونو ورسوي او په دې لړ کي د پښتو ژبي د مینوالو ، زده کونکو او څیړونکو په شمیر کي ورځ تر بلي زیاتوالی راولي  .

په فیسبوک کي د پښتو تقریبا ټولي  وتلي پاڼي خپل ځان ته  د خوښېدو پاڼي لري چي په دې لړ کي تر ټولو زیات مینوال یوازي د بېنوا ملي پاڼه لري دغه چاري ته په کتو سره باید ووایم چي  بېنوا چي څرنګه د لوستونکو له نظره خپل ځان د شهرت هسک ته رسولی همداسي ئې په فیسبوک کي هم له نورو پاڼو خوښونکي  په څو چنده ډیردي . ددې برعکس په فیسبوک کي د پښتو پاڼو تر ټولو کم مینوال د سمسور ادبي پاڼه اود ازادۍ نړیواله  راډيو  لري .
په فیسبوک کي د پښتو ویب پاڼو د مینوالو او خوښونکو شمیر په ترتیب سره  غواړم یاد کړم چي په لومړي مقام کي دبېنوا ملي پاڼه ده چي د خوښونکو شمیر ئې( ۱۰۳۱۲ )کسانو ته رسیږي . په دوهم مقام کي د بي بي سي پښتو ویب پاڼه( ۳۳۲۰ )خوښونکي لري او باید یادونه وکړم چي د بي بي سي د ۳۰ مي کالیزي په ویاړ په جوړ سوي پرګرامو کي ښاغلي ایمل پسرلي د سپین تڼي دپوښتونو په جواب کي خورا ډيره مبالغه وکړه  چي یو ئې په فیسبوک کي دبي بي سي د پښتو څانګي د مینوالو او خوښونکو شمیره  نوموړي تر لس میلونه زیاته یاده کړې وه حال دا چي دا شمیره د چا پټه نده او هرڅوک کولای سي چي په لاندي لینکونو کي ئې په خپلو سترګو وګوري چي یوازي د( ۳۰۰۰ )په شاوخوا کي دي چي زما په اند د یو داسي منل سوي ژورنالیست  ته دونه په سپینو سترګو درواغ ویل نه ښائې .
تر بي بي سي پښتو پاڼي چي تیر سو په دریم مقام کي د لر او بر ملي پښتو پاڼه ده چي د مینوالو شمیر ئې( ۳۰۵۴ )کسانو ته رسیږي او په څلروم مقام کي د امریکا ږغ پښتو راډيو پاڼه ده چي د مینوالو خوښونکو شمیر ئې( ۲۵۹۲ )ته رسیدلی دی .
په پنځم نمبر کي د تاند ښکلې پښتو پاڼه ده چي خوښونکي ئې( ۲۴۴۱ )کسان دي او په شپږم نمبر کي دعوت خپلواکه رسنۍ( ۱۰۶۷ )، په اووم نمبر کي د ټول افغان پاڼه ده چي البته دا پاڼه یوازي د کرکټ خوښونکې پاڼه لري او خوښونکي ئې( ۱۰۲۶ )کسان دي . همدا راز امریکا ږغ ډیوه راډیو په اتم نمبر کي راځي چي خوښونکي اوس ایله( ۸۴۲ )کسانو ته رسیږي.

په کښته شمیرو کي په ترتیب سره  مستانه د پښتوموسیقي پاڼه( ۴۵۰ )کسان ، خبریال خبري پاڼه( ۱۹۴ )کسان ،  خیبر .اورګ( ۱۴۳)کسان خوښونکي لري .
تر دې چي راتیر سو په پآي کي  تر ټولو ټيټه شمیره خوښونکي د ازادي نړیواله پښتو راډيو ده چي( ۷۱ )کسان خوښونکي لري او ترهغه په ټيټه شمره کي د سمسور ادبي پاڼه ده چي د خوښونکو شمیر ئې یوازي( ۱۲ )کسانو ته رسیدلی دی .
که په لنډ ډول ووایو چي بېنوا ملي پښتو پاڼي د بي بي سي او امریکا ږغ په پرتله چي خورا مشهوري نړیوالي راډيو ګاني دي او پراخ مالي ملاټر او امکانات په لاس کي لري ډیره مخته ده ، په داسي حال کي چي دغه راډيو ګاني هره ورځ په خپلو راډيو ګانو کي د فیسبوک  د پاڼي اعلانونه هم  تیروي .
د نړیوالو راډیو ګانو که تیر سو نو پښتانه ټول په دې خبر دي چي دغه نوري پښتو ویب پاڼي په څونه لږو امکاناتو چلیږي حتاد ځینو پاڼو مسولین په بهرنیو هیوادو کي ټکسي  چلوي یا په هوټلو کي مزدوري کوي . او دخپلو خولو په زور ئې دخپل جیب په پیسو ددغو پاڼو چلولو ته ملاوي تړلې دي .
په پای کي د بېنوا ملي پاڼي ، لراوبر ملي پاڼي او تاند پښتو پاني مسولینو ته مبارکي وایم چي د نړیوالو پښتو رسنیوسره په ډيرو کمو امکاناتو بیا هم د سیالۍ ډګر وړی دئ  او دپښتنو په زړونو کي ئې خاص ځای موندلی دی .
په ګوټو او فکر مو برکت

جنوبي پښتونخوا. لوی افغانستان   

------------------------------------\

په فیسبوک ټولینزه پاڼه کي د پښتو د یو شمیر وتلو پاڼو خوښونکي پاڼي :

بېنوا ملي پاڼه : ـ http://www.facebook.com/be9wa
بي بي سي پښتو پاڼه : ـ http://www.facebook.com/pages/BBC-Pashto/167959249906191
لراوبر ملي پاڼه : ـhttp://www.facebook.com/pages/LarawbarCom/156772534354136  
امریکاږغ - اشنا راډيو :ـhttp://www.facebook.com/voapashto
تاند پښتو پاڼه :ـ http://www.facebook.com/taandweb
دعوت خپلواکه پاڼه :ـ http://www.facebook.com/pages/DAWAT/292879218491
ټول افغان پښتو پاڼه :ـhttp://www.facebook.com/pages/The-Cricket-Post/126551630696102
امریکا ږغ ډیوه راډيو :ـ http://www.facebook.com/voadeewa
مستانه پښتو موسیقي : ـhttp://www.facebook.com/Mastana.net
خبریال خبري پاڼه :ـhttp://www.facebook.com/pages/khabarialcom/127229509671467
خبیرپاڼه : ـ http://www.facebook.com/pages/KhyberORG/159488727410993
ازادۍ پښتو راډیو :ـ https://www.facebook.com/pages/Azadi-Radio/241530395889199
سمسور ادبي پاڼه : ـ http://www.facebook.com/pages/Samsoorcom/202429243127666