امریکا له عراقه ووته که یې پاخه واړول !؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 46345
جاوید علي خېل
دخبریدو نیټه : 2011-12-15

 


 پنجشنبه د ۲۰۱۱ د دسمبر۱۵ مه  :  په نړیوالو رسنیو کې دسر خبر دادی ، چې داوباما په مشرۍ امریکایي ادارې په عراق کې خپل اشغال ته دپای ټکی کېښود .
په دې مناسبت په بغداد کې ستر مراسم جوړ شوي وو ، چې دامریکا ددفاع وزیر لیون پنیتا هم په کې برخه اخیستې وه ، امریکایانو په بغداد کې دنړیوالو رسنیو دګڼو کیمرو په  مخکې خپل بیرغ دعراق له فضا څخه راښکته کړ ، او په دې توګه یې ظاهرا دهغه جنګ پای اعلان کړ ، چې نهه کاله وړاندې یې شروع کړی وو .
دعراق جنګ د یوویشتمې پیړۍ دپیل له مهمو وقایعو څخه شمیرل کیږي ، چې دکتونکو له انده داصلي او جعلي موخو اوږد  لړ لري ، جعلي او برسیرن  لامل یې دامریکا لخوا دعراق ازادي (!) او دصدام درژیم نړول  وبلل شو ، چا چې د ډلییزې تباهۍ دوسلو داحتمالي  درلودلو له امله  نړۍ ته ګواښ پیښ کړی وو ، مګر اصلي مو خې یې بیا نورې بلل کیږي ، چې له جملې یې دعراق په نفتو( چې ددرستې نړۍ ترلس فیصده ډیرې نفتي زیرمې تشکیلوي ) امریکایي قبضه ، د ډالر بازاري اعتبار  ته اوږه ورکول ( ځکه صدام په ۲۰۰۰ کال کې ولوړل چې تېل به یوازې په یورو خرڅوي ) دبوش کورنۍ په مشرۍ دامریکا دنفتي شرکتونو شخصي ګټې ، دامریکا دوسله جوړونکو شرکتونو تولیداتو ته بازار موندل ، او له صدام څخه دزوی بوش شخصي انتقام ځکه چې نوموړي په ۱۹۹۳ کال کې کویټ ته دسفر په مهال دپلار بوش دوژلو هڅه کړې وه .
دعراق اشغال  په ټوله کې یوه  لویه فتنه وه  چې دمسلمه امت په زړه (عربي خلیج )کې پیښه شوه ، په لکونو عراقیان په کې ووژل شول ، او زښت زیات ځاني ، مالي ، فرهنګي  او نور زیانونه یې له ځانه سره درلودل  .
دامریکایي یرغل په وړاندې د عراق جهادي مقاومت چې په پیل کې خورا څپاند وو  وروسته  په تدریج سره له اولسي ملاتړ څخه بې برخې او تس نس شو ، دعراق اولس چې  دخپلواکۍ دمبارزو تجربه ورسره نه وو ، اکثرو یې په دې هیله  امریکایي اشغال ته تن کیښود ، ترڅو دامریکایانو لپاره دپاته کیدو دلائل له منخه یوسي ، او اخلاقا یې  دعراق پریښودلو ته اماده کړي ، امریکایانو هم پرلپسې همدا ايډیا تبلیغ کړه ، او دهمدې فکر دتقویې لپاره یې په بیا بیا  دځینو سیمو دتخلیې او دپوځیانو دایستلو صحنې تمثیل کړې .
 په دې لړ کې دامریکایانو لخوا دعراق دپریښودلو وروستۍ نمایشنامه همدا دبغداد دبیرغ ښکته کولو  غونډه وه ، ددې غونډې په مهال امریکایانو وویل چې نور دلته زموږ ماموریت پای ته ورسید ، دځینو ساده عراقیانو هم داخبره زړه ته ولوېده ،  دخوښۍ جشنونه یې جوړ کړل  ، او په فلوجه کې یې دامریکا بیرغ ته اور ورته کړ  .
دعراقیانو خوښي په خپل ځای  ، خو دا باید ووایو چې دلیون پنیتا په مشري دبغداد وروستي مراسم له عراق څخه دامریکا دوتلو مراسم نه ، بلکې دتل  لپاره ددې هیواد دځبیښاک پیلامه او افتتاحي مراسم وو .
هغوی چې امریکایي خاصیتونه پیژني او دامریکا دتېرې پیړۍ تاریخ یې مطالعه کړی دی ، په دې هکله په حقیقت  ښه پوهیږي ، په یوه جمله کې به ووایو ( چې امریکایان کله هم اخلاقي شکست  نه مني ، دوی چې تراوسه کومې سیمې قبضه کړې ، نو بیا یې کله هم په میشتو اولسونو د ترحم په خاطر نه دي پرې ایښي ، دوی تراوسه  یوازې د قوې  په زور له ځینو مستعمرو څخه   ایستل شوي دي اوبس  )
دعراق په اړه  امریکایانو ویلي دي ، چې  ځیني محدود احتیاطي پوځیان ،  روزونکي ، دنفتو داستخراج کارکوونکي ، قراردادیان ، مشاورین او په بغداد کې دسفارت  ۱۵۰۰۰  امریکایي عمله (!) به دتل لپاره پاته وي ، او نور به عراق په بشپړه توګه  عراقیانو ته پریښودل کیږي  !!!
که بیرته  راشو دمستعمرو په اړه امریکایي چلند ته ، باید ووایو چې امریکایانو په تیرو سلوکلونو کې دنړۍ تقریبا په ټولو وچو کې پوځي عملیات ترسره کړي او سیمې یې قبضه کړې دي ، خو نیول شوې سیمې یې کله هم په خراباتي شکل خپلو اصلي  مالکانو ته نه دې سپارلې ، دوی چې کومې سیمې نیولې نو  ټول وس  یې کړی ، چې هلته  ( که څه هم میشتیدنې ته یې  اخلاقي دلائل موجود نه وي  )په دایمي توګه  پاته شي ، په دې لړکې دوی  چې له دوهم نړیوال جنګ نه وروسته  جاپان او جرمني قبضه کړل ، دغه راز یې دکوریا ټاپوزمې ته پښه ورداخله شوه نو بیا یې له هغه مهاله تراوسه  په کې اړولي دي ،او لسګونو زره پوځیان یې په کې دېره دي ، په دې سربیره دشلمې پیړۍ په بیلابیلو کلونو کې امریکایانو د فلیپین ، تایلنډ ، تایوان ، سنګاپور ، لاوس ، کانګو، هندوراس  او ځینو نورو په شمول ګڼ هیوادونه ترسلطې لاندې راوستل ، چې تراوسه یې نه دې تخلیه کړي ، په دې لړ کې ویل کیږي چې امریکایان ۱۱۶ زره پوځیان په بیلابیلو اروپایي هیوادونو کې ، ۹۰ زره داسیا فاسفیک په هیوادونو کې  ، لسګونه زره نور په منځني ختیځ ، جنوبي اسیا او افریقایي هیوادونو کې  په دندو ګومارلي دي ، چې له څیلمې یې په ناموجهه توګه یادې سیمې  تراشغال لاندې ساتلي دي .
امریکا په خپل تاریخ کې یوازې له هغو سیمو په رښتینې توګه وتلې ده ، دکومو هیوادونو خلکو چې  دټوپک په خوله  ورسره خبره کړې ، په دې لړ کې   دلاتیني امریکا د ځینو هیوادونو په شمول  ویتنام  او صومالیا دیادولو وړ دي ، چې اولسونو یې په پوړه میړانه او له وسلې نه په استفاده  امریکایي یرغلګر وشړل ، چې دهمدې چلند په برکت تر اوسه همدا هیوادونه  له امریکایي عالمګیر اشغال څخه په امان پاته او درښتیني خپلواکۍ څښتنان دي .
 لوړ وضاحت ته په پام سره به امریکایان کله هم دې ته زړه ښه نه کړي ، چې عراق ته خپلواکي ورکړي ، په ځانګړي توګه په داسې حساس مهال کې چې له ایران سره داتومي  وسلو دجوړولو او دهرمز  دتنګي  په سر جنجال په تودېدو دی .
نوبناء ویلی شو چې دبغداد وروستي مراسم  واقعي نه  ، بلکې غولوونکي او دروغجن وو ، چې باید دعراقي اولس دخپلواکۍ ارمانجن ورته  بې ځایه خوشبین نه شي  .
په پای کې باید ووایو چې اوس په افغانستان کې هم چې امریکا په پوځي ډګر کې  له ناڅرګندتیااو شکست  سره مخ ده ، دځینو مطبوعاتو له طریقه داسې فکر تبلیغیږي چې په افغانستان کې دامریکا دپوځي شتون  اوږدوونکي  هغه څوک دي چې دامریکایانو په خلاف پوځی عملیات کوي ، او دامریکا پاته کیدو ته بهانه تراشي ، دې ښاغلو ته باید ووایو چې په زور راغلي کله هم رضا نه دې وتلي  ، امریکایانو کله هم چا ته  بخششي خپلواکې نه ده  ورکړې  ،   او نه به یې ورکړي ، ځکه چې په عمومي عرف کې هم خپلواکي ورکول کیږي نه ، بلکې اخیستل کیږي . ومن الله التوفیق