له مذهبه سياسي ګټه پورته کول ښه کار نه دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 47738
سيدحسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2012-03-03

د مذهب او د مقدساتو سپکاوی ښکار نه دی او د نړيوالو اصولو او د مذهبونو د ازادۍ له مخې هم هر څوک بايد د يو چا د مذهب او عقيدې درناوی وکړي


قرآن نه يوازې زموږ، بلکې د نړۍ د نورو مسلمانانو مشترک او مؤمن به کتاب هم دی. که په ډنمارک کې د کارتون او يا په نوره نړۍ کې يې بېحرمتي وشي، نو هم موږ پرې ځانونه شخصي او دولتي يا عامه شتمنۍ او بيت المال ته ضرر رسوو او حال دا چې اوس هېچا پرته له موږه ځان ونه ښوراوه

سوله ييز لاريون او غندنه زموږ مسلم حق دی، خو دا نه چې په نوم ترې دفاع کوم او غوښتنې يې ترې پښو لاندې کوو. قرآن خو هېڅکله دا نه وايی چې زما د دفاع لپاره د خلکو او دولتي شتمني تباه او وسوځوه.

اسلام د عقل، پوهې د منطق او استدلال دين دی. د هر حکم شا ته يې يو جامع مفهوم او فايده يا wisdom پروت دی. د رسول مقبول مبرور صلی الله عليه وسلم په وخت کې به چې اعتراضونه کېدل چې دا ستا کتاب نه دی. ته کاهن يې او دا سحر او پخوانۍ کيسې (اساطير الاوّلين) دی او ويا ولې پر موږ به داسې يو کتاب نه نازليږي او يا موږ به پر تا باندې هله ايمان راوړو چې موږه وګورو چې دا کتاب پر تا باندې مشاهدتاً د ملايکې په وسيله نازل شي او داسې نورې پېښې، نو د الله تعالی پېغمبر به ورسره استدلال کاوه، بلکې الله جل جلاله به د پېغمبر پر ژبه ورسره استدلال کاوه. دا چې د الله تعالی او د پېغمبر خبره او استدلال يې مانه يا نه دا بېله خبره ده، خو د الله تعالی پېغمبر ان د هغه وخت د مشرکانو او د کفارو کورونه نه دي سوځولي. ان د مکې په فتحه کې يې د دوی د سردارانو کورونه ورته د امن يا shelter ځايونه وګرځول. دولت مې چور شو. په ميليونونو ډالر او په ميلياردونو افغانۍ مې له ګمرکونو او بانکونو نه ورکيږي او تنکي ماشومان مې په کابل او د هېواد په نورو ځايونو کې له يخنۍ نه مړه کيږي، له کبابونو او پلاونو نه تېری اغېړ شول، ولې څوک د هغه خوار وغريب او مسکين غم نه خوري؟

که موږ يې پخپله د حرمت خيال ساتلی وای، نو نورو ته به هم کومه پلمه په لاس نه ورتلله. اسلام د عمل دين دی، نه د لفاظيو. د خاکرېزوال په پېښه کې له اتياو زياتې نسخې وسوځېدې. په تخار، علي مسجد او د جمرود په جوماتونو او نور ځايو کې هم په لسګونو نسخې د اور خوراک شوي. د صوفي شاعر رحمان بابا مزار هم رانه پاتې نه شو او بمونه مو ورته کېښوول. موږ خو تراوسه پر خپلو کړو بښنه ونه غوښته. غيرمسلم خو که کار وران کړي، نو لږ تر لږه بښنه خو غواړي. زما مسلمان ومجاهد امير خو لا تراوسه نه د خاکرېزوال په پېښه کې چې ۲۰ تنه پکې مړه او ۶۰ پکې زخميان شول هېڅ بښنه ونه غوښته او نه د تخار او نورو جوماتونو

۱۲ او ۱۶ کلن هلکان په دار ځړول، همدا اوس تازه بيا له څلورو تنو په هلمند او له يو تن په پکتيا کې سر پرې شوی. که يو مې د مقدساتو توهين کوي، نو بل ترې هم کم نه دی.
http://www.pajhwok.com/en/node/44862

زه به له بهرني نه څه ګيله وکړم؟ هغه خو په اوونۍ کې يوځل کليسا ته ځي، خو زه پنځه وخته خپل سر خدای ته په زمکه لګوم، ولې بيا هم نه له خپل ځان وچم ګاونډ او نه له خپل خدای او له رسوله او نه له هغه مؤمن به کتاب نه حيا راغله چې ايمان مې پرې راوړی، په کور او په جومات کې يې ساتم. عمل پرې نه کوم، خو سر پرې ورکوم. عجيبه خبره ده چې خپل دښمن د خدای په کور کې وژنم، خو د کور او د کتاب خيال يې نه ساتم

له قرآنه دفاع زموږ مسلم حق دی او بايد چې ترې دفاع وکړو، خو د هغې د غوښتنو سره سم، نه دا چې په نوم يې ننګه کوم، خو اصولو، اوامر او غوښتنې او ايجابات يې تر پښو لاندې کړم او يا را نه په پوهاوۍ او يا نه پوهاوۍ په صورت کې پايمال شي.

ملي پوليس او د امنيت کسان هم بايد د خلکو او لاريون کوونکيو ساتنه وکړي نه دا چې په ګوليو يې وولي چې احساسات راوپاروي او نورو لاسوهنو ته لاره برابره شي. اوس خو يوه تېروتنه شوې که چېرې بهرنيانو د دې کتابونو پر سوځولو کې د ژباړن پرځای يوځا له دولت سره مشوره کړی وای او يا يې له دولت سره مشوره شريکه کړی وای او يا د بلوچ له قوله چې ژباړن ته يې اشاره وکړه، نو دوی بايد په راتلونکې کې داسې ژباړن مقرر کړي چې لږ تر لږه هغه د عصري زده کړې ترڅنګ اسلامي پوهه ولري، نو بيا به په راتلونکې کې دغسې پېښې نه تکراريږي.
اميد دی چې بهرنيان په تېره بيا د بهرنيو قواوو مشر جنرال جان الن ته دا په کار دي چې خپلو پوځيانو ته زموږ  د دود دستور، عنعناتو او د مقدساتو د توهين او سپکاوۍ په اړه پوره سپارښتنه او زده کړه ورکړي چې په راتلونکې کې بيا دغسې پېښې تکرار نه شي. لږ تر لږه بايد له دولتي مقاماتو سره پکې مشوره شريکه کړي چې بيا داسې پېښې ونه شي.

په درنښت