دهغه راهیسی چی د زړه بایپاس عملیات می تر سره شوه ، ددغی ناروغۍ په اړوند چی می څه په زړه پوری مالومات په رسنیو کی تر سترګو شوی ، هغه می تر لویه بریده پښتو ته ژباړلی او دخپلو لیکنو د لوستونکو سره می شریک کړیدی . ددی نه می موخه داده چی لوستونکی می پدی اړوند بشپړ پوهاوۍ ولری څو خدای مکړه د اخته کیدو پر مهال بیځایه وارخطا نشی او یا هم وکولای شی خپلو دوستانو ته مالومات او مشوری ورکړی . داځکه چی دا ناوړه ناروغی کرار کرار دیوی اپیدیمی ( ډله ایزی نارغۍ ) بڼه خپلوی ، ددی کار لامل د وګړو نسبتا مرفع او ارام ژوند دی چیری چی غذا ته کافی لاسرسۍ شته مګر دفزیکی فعالیت کچه داړتیا په پرتله ټیټه ده . غوړین توکی ، بوره لرونکی خواږه توکی او مالګین توکی د زړه د رګونو دناروغۍ بنسټیز لاملونه ګڼل کیږی .
لومړی لیکنه می د « دناروغ زړه تماشا مه کوی » ترسرلیک لاندی نژدی شپږ کاله مخکی په بریښنایی رسنیو کی خپره شوه چی د ډنمارکی ، روسی او انګریزی سرچینو څخه په ګټه اخیستنه لیکل شوی وه . نوموړی لیکنه تر لویه بریده بشپړه او هراړخیزه وه . هغه مهال دیوی خوا د افغانی بریښنایی رسنیو شمیر دومره زیات نه وو او له بلی خوا ډیرو افغانی لوستونکو لا هغه وخت انترنیټ ته لاسرسۍ نه درلود . اوس می ډیرۍ دوستان دلته په اروپا او ان افغانستان کی چی دلیکنی په هکله یی ارویدلی دی ، د تلیفون یا ایمیل دلاری غوښتنه راڅخه کوی چی یوه کاپی یی ورولیږم. یو داچی هغه لیکنه ډیره اوږده او دلوستلو زغم اوس مخ پر کمیدو دی ، بل داچی ځینی نوی مالوماتونه هم د یادولو وړ دی ځکه می نو و پتییل چی اړوند مالومات په کښیکښلی او لنډیزه بڼه ددوی پلاس ورکړم . هیله ده دالیکنه به ددوی غوښتنو ټه ځواب ووایی .
داکار د عامه پوهاوۍ او دخلګو د بلدیت په موخه ډیر اړین دی . بلد کسان کولای شی د غذایی مناسب رژیم په ساتلو او دفزیکی ګټور فعالیت په خپلولوسره ددی وژونکی ناروغۍ مخنیوی وکړی او که له بده بخته ورسره مخامخ هم شی ، کولای شی پر خپل وخت یانی مخکی لدی نه چی ناروغی یی له پښو و غورځوی ، دهغی و علاج ته ملا وتړی .
زړه دغوښو یوه غټه عضله او دالهی خلقت یو ډیر ظریف تخنیک دی چی بیله تفریح څخه ټول عمر کارکوی . ددغی عضلی له کاره لویدل د ژوند دپای ټکی دی ځکه نو په بدن کی دډیرو نجیبو غړو په ډله کی ځای لری . زړه نه یوازی په فزیکی توګه یوه اړینه عضله ده بلکه دهغه معنوی دروندوالی هم د انسانانو د پاره د پام وړ دی . د ټولو شاعرانو په شعرونو کی به ډیر لږ داسی یوشعر تر سترګو شی چی هغه دی د زړه دمعنوی اړخ سره تړا ونلری . رحمان بابا :
د ځلیل تر کعبی دا کعبه ده لویه چی اباد کا څوک ویران حرم د زړه
عبدالحمید ماشوخیل :
چی پری راشی دعشق پوځ ټول سیاه پوش لا علاج له زړه ګوښه سی عقل و هوش
کله چی خبره تر شعر او شاعری پوری ورسیږی نو تل زما څخه اصلی خبره هیره او پربله روان شم . ځکه نو پکار ده د زړه دمعنوی اړخ نه تیر او رابه شم اصلی خبری ته چی هغه په زړه کی د رګونو ناروغی ده . دلته چی هر څه د زړه په هکله د بیلابیلو سرچینو او خپلو نورو هغو لیکنو له مخی چی پخوا می نشر ته سپارلی دی ، لیکم ، دا ټول هغه څه دی چی دعامه پوهاوی په موخه دی نه د مسلکی طبیبانو د پام اړولو په موخه . دهمدی کبله تر وسه وسه هڅه شویده چی پیچلی طبی ترمینالوژی و نه کارول شی ځکه چی په هغو باندی د عامو کسانو پوهیدل اسانه کار ندی . کله ناکله چی دیوی ناروغۍ په هکله دعامی پوهاوی پخاطرد کوم متخصص ډاکتر سره مرکه اورم ، دوی تل هغه اصطلاح ګانی کاروی لکه په یوه طبی علمی سیمینار کی چی یی کارول پکار دی . له بده مرغه په هر کچه چی ډاکتر ډیر پوه او لوی متخصص وی ، به هم هغه کچه یی څرګندونی دعامو خلګو دپاره لږ دپوهیدلو وړ دی .
د زړه جوړښت او دکارکولو څرنګوالی :
د زړه د پیچلی اناټومۍ نه که تیرشو ، داغړۍ دغوښو یوه غټه عضله ده چی په نه دریدونکی ډول دایما په حرکت کی دی ، پراخیږی اوسره ټولیږی یانی انبساط او انقباض کوی . زړه په داخلی برخه کی څلور خانی ( کامری ، خونی ) لری . دوی خانی یی ښی خوا او دوی نوری کیڼی خواته دی . دکیڼ او ښی خوا خونی یو بل ته لاره نلری مګر په خپل منځ کی یی یو بل ته لاره شته . په هره خوا کی یوه خونه لوړه او یوه کښته ده . پاسنی خونی یی ډاکتران اذین یا دهلیزونه او کښتنی یی بطین بولی . د زړه اصلی دنده په دوو دورانو کی د وینو انتقالول دی :
الف ـ د وینو وړوکی دوران : ددی دوران دنده په زړه کی د ښی بطین او کیڼ دهلیز پرغاړه ده . ناصافه وینه یانی هغه وینه چی اکسیجن یی دبدن په حجرو کی د لاسه وړکړی ، دزړه د پراخیدو ( انبساط ) پر وخت ښی دهلیز او له هغه ځایه څخه د زړه د سره ټولیدو ( انقباض ) پر مهال د ښی بطین دلاری سږی ته ځی . دغه ناصافه وینه په سږو کی دهغی هوا څخه چی تنفس کوو یی ، اکسیجن اخلی او دصافی وینی پنامه د انبساط پروخت کیڼ دهلیز ته راځی . پدی توګه د زړه د ښی بطین څخه تر سږی او له سږی څخه تر کیڼ دهلیز پوری د وینی د تګ راتګ دوران د وړوکی دوران پنامه یادیږی . وړوکی دوران د سږو د دوران پنامه هم یادوی .
ب ـ د وینو لوی دوران : هغه اکسیجن لرونکی صافه وینه چی د وړوکی دوران په بشپړولو سره کیڼ دهلیز ته راغلی ده ، دعضلی د انقباض په وخت دشیریانو ( غښتلو پنډو رګونو ) دلاری دبدن دټولو برخوغړو ته رسول کیږی . ددی رسولو موخه داده چی هلته هره حجره د ژوندی پاته کیدلو او فعالیت په خاطر اکسیجن ته اړتیا لری او هغه بیا ددغی صافی وینی په مټ چی په سږو کی یی د تنفس شوی هوا څخه اخیستی دی ، ورته رسیږی . پدی توګه اکسیجن لرونکی وینه خپل اکسیجن دبدن په نورو غړو کی دلاسه ورکوی او دناصافی وینی پنامه د وریدونو ( نازکو رګونو ) دلاری بیرته د زړه د انبساط په وخت و ښی دهلیز ته راځی . پدی کار سره د وینو لوی دوران د کیڼ بطین څخه پیل ، ټول بدن او بیا بیرته تر ښی دهلیز پوری پای ته رسیږی . لوی دوران د سیسټم دوران پنامه هم بولی .
د زړه برقی سیسټم :
لدی نه پرته زړه یو ځاګړی برقی سیسټم لری چی په مټ یی د نورمالو عصبی حجرو په خلاف چی د مغز په امر فعالیت کوی ، دا سیسټم دخپله ځانه ریتمیک او منظم سیګنالونه تولیدوی . د زړه برقی سیسټم په هری یوی ثانیی کی دزړه عضلو ته سیګنال ورکوی چی باید ځان سره ټول یانی انقباض وکړی . که چیری زړه له بدنه وایستل شی او په مالګینو اوبو کی کښیښودل شی ، بیاهم خپل فعالیت ته دوام ورکوی . ددی خبری مانا داده چی د مغز څخه دهدایت ترلاسه کولو پرته ، تر یوی کچی پوری پخپله خپل کارکوی . مګر دایوازی دزړه برقی سیستم ندی چی د زړه د حرکتونو چټکوالی تنظیموی . په مغز کی اعصاب زړه ته امرونه کوی چی داړتیا سره سم چټک یا سست حرکت وکړی . د فزیکی فعالیت زیاتوالی دا اړتیا منځته راولی چی زړه چټک حرکتونه وکړی . هغه هارمونونه چی په بدن کی دسترس او روحی فشار پروخت تولیدیږی ، همدارنګه د زړه د حرکتونو پرچټکوالی باندی اغیز ښندی . دسخت فزیکی کار پرمهال زړه کولای شی په یوه دقیقه کی تر ۲۰۰ ځلو پوری سره ټول او پراخ شی ( د « پاخه عمر کسانو چاری » پنامه ډنمارکی ژبۍ ژورنال ، د ۲۰۱۲ کال د جون ګڼه ) .
میخانیکی زړه :
کله چی د یوه انسان زړه دناروغۍ له کبله خپله وړتیا د لاسه ورکړی نو تل ددی کار فوری امکان نه ترلاسه کیږی چی د یوه دونر یانی دبل چا زړه ورته واچول شی نو پدی هیله غواړی نه غواړی باید یو موده انتظار وباسی . دداسی امکان د ترلاسه کولو پوری کیدلای شی ناروغ ته یو میخانیکی زړه واچول شی چی د « Heart mate II» پنامه یی یادوی . تر اوسه پوری یوازی۵۰ تنو ته داسی میکانیکی زړه اچول شویدی . دا ډول میخانیکی زړه دیوه دونر زړه تر اخیستلو پوری په منځنی توګه ۱۴ میاشتی کار کوی . ځینی یی بیله لدی نه دونر زړه واخلی ، زیات عمر ژوندی پاته او ځینی نور یی بیا لدی مودی نه مخکی په حق رسیږی ( هم هغه ژورنال ) .
د زړه درګونو ناروغی څه ده او څنګه منځته راځی ؟
لکه څنګه چی یاده شوه دبدن هره حجره د ژوندی او فعال پاته کیدو پخاطر و اکسیجن ته اړتیالری او که چیری دغه د ژوند دپاره مهم توکۍ ور ونه رسیږی نو له کاره پاته او فلج کیږی . پخپله د زړه عضلی هم لکه دبدن هره بله برخه داکسیجن داړتیا څخه بیغمه ندی او بیله داکسیجن د ور رسیدلو څخه له کاره لویږی . لکه څنګه چی پوهیږو د زړه کار دده حرکتونه ( انقباض او انبساط ) دی . هغه اکسیجن لرونکی وینه چی د زړه دانقباض پر وخت دهغه د کیڼ بطین څځه په فشار سره خارجیږی ، د ټول بدن په ګډون د زړه وغوښو ته هم د ځانګړو رګونو دلاری رسوی . کله چی دغه رګونه بند شی وعضلو ته د وینو لاره هم بنده او اکسیجن لرونکی وینه ورته رسیدلای نشی . پدی کار سره یی عضلو ته اکسیجن نه رسیږی او د یوی مودی په تیریدو سره دکاره لویږی یانی د انبساط او انقباض حرکتونه اجرا کولای نشی . کله چی دا حرکتونه نه وی نو دمغز په ګډون ټول بدن ته وینه او اکسیجن نه رسیږی . دی حالت ته د زړه دریدل وای چی په سختی سره سړی د مرګ نه ورڅخه ژغورل کیدلای شی .
د زړه درګونو دبندیدو لاملونه کوم دی ؟
کله چی انسانان خواړه خوری نو دکار او فزیکی فعالیت په وخت هغه په انرژی تبدلیږی او سوزی . که چیری شرایط نسبتا مرفع وی چی غوړه غذا رسیدونکی او فزیکی فعالیت لږ وی نو ټول غوړین توکی په بدن کی نه سوزی او یوه برخه یی وینو ته جذبیږی چی کولیستیرول یی بولی . دغه مواد د وخت په تیریدو سره د زړه په رګونو کی دهغوی پر دیوالونو رسوب کوی چی د منګ نیولو پنامه یی یادوی . داهغه څه ته ورته والی لری چی داوبو ایشولو د لوښی په تل کی تر سترګو کیږی . کرار کرار د رسوب شوو موادو کچه زیاتیږی ، درګونو مجرا تنګوی او په پای کی یی بیخی بنده او ورسره سم د وینو د تیریدو لاره ډب سی . پدی توګه زړه دریږی او عزرائیل دروازه ټکوی . په وینو کی د شکری او مالګی زیاتوالی او همدارنګه د سګریټو څکول په وینو کی د رسوب او منګ نیولو کار چټکوی . دوینو د یوه رګ په ټپه بندیدل د څو ورځو یا هفتو کارندی بلکه دا کار د ۲۰ څخه تر ۶۰ کالو پوری وخت نیسی . په همدی خاطر ده چی دا ناروغی اکثرا په پاخه سن کی منځته راځی او په ځوانانو کی چی تر ۴۰ کلنۍ یی عمرکښته وی ، ډیر لږ لیدل کیږی .
څنګه کولای شو په رګونو کی د منګ نیولو او رسوب مخنیوی وکړو ؟
پدی کار کی عامه پوهاوی ډیر زیات رول لری . دنوی ځوانی له وخت څخه پکار ده چی د حیوانی غوړیو دخوړلو څخه تر وسه وسه مخ واړول شی او نباتی غوړی په لږه اندازه وکارول شی . د خوږو شیانو خوړل باید اقل حد ته راټیټ او د مالګی څخه ډیر لږ کار واخیستل شی چی ورځنی مقدار یی تر ۴ ګرامو زیات نه وی . د څلور پښی لرونکو ( چارپایه ) حیواناتو د غوښو څخه پرهیز وشی او پرځای یی د مرغانو ( چرګ ، فیلمرغ . . . ) او کبانو غوښه و کارول شی . دشکری ناروغی ( دیابیت ) ته باید ټینګ پام واړول شی او د ډاکتر دسپارښت سره سم کار وشی . سګریټ چی د راز راز ناروغیو مور ده ، باید هیڅکله هم ونه څکول شی . فزیکی فعالیت باید هیڅکه هم له یاده ونه ایستل شی او وسه پوری سپورټی لوبی او ورزش زیات وشی . هغه کسان چی د فزیکی کارکولو سره لږ سروکار لری ، پکار ده چی هره ورځ لږ تر لږه تر د نیم ساعت نه تر یوه ساعت پوری پیاده وګرځی . د وینو فشار او همدارنګه په وینو ګی دکولیستیرول او شکری کچه باید په منظم ډول اندازه او دډاکتر سپارښتونه یی په هکله په پام کی ونیول شی . د نیکه مرغه اوس داسی وړوکی الی شته چی په مټ یی په کور کی هم د وینو فشار ، په وینو کی د شکری او کولیستیرول اندازه مالومیدلای شی . دا دری توکی لکه غوړی ( په تیره بیا حیوانی غوړی ) ، بوره او مالګه په ځانګړی توګه د زړه د ناروغیو د پاره زهر دی چی باید د خوړلو څخه یی تر وسه وسه ډډه وشی . دا هغه څه دی چی په وینو کی د کولیستیرول د زیاتوالی مخنیوی کوی او دا کار بیا پخپله په ګونو کی د منګ نیولو مخه نیسی . د زیتون په خالصو غوړو ، دانګورو د دانو په غوړو ، د جوارو غوړو . . . . خطرناک کولیستیرول لږ دی ، په هره کچه چی غوړین مواد مشبوع وی ، دکولیستیرول برخه یی زیاته ده . مشبوع او نامشبوع غوړی پدی ډول سره پیژندلای شو : که په غوړو کی یو شی پوخ او تر سړیدو وروسته یی په یخچال کی د څو ساعتو دپاره کښیږدو ، که یی غوړی هر څومره زیات کلک شوی وه نو هغومره زیات مشبوع او دخوړلو وړ ندی ، او که هرڅومره اوبړن پاته وه نو هغومره زیات نامشبوع ، خطرناک کولیستیرول یی کم او دخوړلو وړ دی . په غذایی رژیم کی باید د غوښو ونډه کمه او دترکاری ونډه زیاته شی ، ترکاری او میوی په ګډه باید لږ تر لږه تر ۶۰۰ ګرامو پوری وخوړل شی .
د زړه د رګونو د ناروغی نښی نښانی او تشخیص یی :
ددی ناروغۍ ډیری ساده نښی دادی چی د سینی کیڼ پلو کی دردونه پیداکیږی ، کیدلای شی کیڼ بازو ، کیڼه اوږه او غاړه هم دردونه ولری . په لږ کار سره ستړی کیدل هم یوه له نښانو څخه ده . داډول دردونه کله ناکله ان د غاښ درد ته ورته والۍ لری . کله کله خو په ځینو کسانو کی هيڅ درد هم نه وی او یوازی سټریا موجوده وی چی د تګ پروخت او یاهم د ډیر سپک کار پر مهال حس کیږی . خفګان او په لږ څه باندی ډیر قهریدل هم ددی ناروغۍ سره تړلی نښی دی . دا دهغو ساده نښو نښانو لیست وو چی له مخی د زړه په ناروغۍ باندی خبریدلای شو .
دناروغۍ تشخیص بیا یوازی د متخصص ډاکتر دنده ده چی هغه هم په مجهزو روغتونونو او کلینیکونو تر سره کیدلای شی . که لوړی نښی په تکرار سره ولیدل شی، باید خپل معالج ډاکتر ته مراجعه وشی څو ددقیقو کتنو دپاره یی اړوند روغتون ته ولیږی .
د زړه د رګونو د ناروغۍ درملنه :
ددی نارو غۍ درملنه یوازی په اختصاصی روغتونو کی د پرمختللی تخنیک په مرسته تر سره کیږی او د درملنی ډول یی پدی پوری اړه لری چی په نوموړو رګونو کی د منګ کچه څومره لوړه ده . که چیری منګ دومره زیات نه وی چی د وینو د تګ راتګ لاره یی په ټپه بنده کړی بلکه دا مجرا یی تر ډیره بریده تنګه کړی وی ، نو د ورانه په بیخ کی د یوه رګ د لاری د زړه بند شوی رګ ته د ځانګړی متود او الی په مرسته یو بالون ور تیروی تر څو تنګ شوی ځای پراخ کړی چی وینه یی په عادی ډول د لاری نه تګ راتګ وکړای شی . که چیری منګ دومره زیات وی چی مجرا یی بیخی بنده کړی وی ، نو ددی کار چاره یوازی د بایپاس عملیاتو په مټ امکان لری . ددی دپاره د سینی قفس خلاصوی ، د پښی د پنډۍ نه یو رګ راباسی او په زړه کی یی دبند شوی رګ پرځای پیوند کوی چی پدی ډول د وینو د تګ راتګ دپاره بله نوی لاره پرانیزی او په اصطلاح کوڅه بدلوی .
په قطیو خوراکی توکی د زړه د نارغۍ لامل کیدلای شی :
پدی هکله می د « 24timer» پنامه ډنمارکی ورځپاڼی په ۲۸ / ۲ / ۲۰۱۲ ګنه کی یوه لیکنه تر سترګو شوه او لوستل یی دهغو کسانو د پاره چی د نوموړی ناروغۍ د لاملونو څخه خبر شی ، ګټور ګڼم . د لیکنی پښتو بڼه داده :
( نوی څیړنی ښئی چی د Bisphenol A موادو استعمال د زړه دناروغۍ ریسک جګوی . دهغو خوراکی توکو ډیره برخه چی کنسرو شوی اویا په پلاستیکی قطیو کی ساتل کیږی ، د (بیسفینول ای ) مواد لری ځکه چی دامواد د نوموړو قطیو دبسته بندیو د ښه ساتلو پخاطر کارول کیږی . دا لا پخوا څرګنده شوی وه چی بیسفینول په بدن کی د هارمونونو اختلالات منځته راولی مګر نوو څیړنو برسیره پر دی دا هم وښوده چی دامواد د زړه د ناروغۍ د راپیښیدو خطر لوړ بیایی . د انګلستان د « Exeter » او « Cambridg» پوهنتونونو یو شمیر څیړونکو د لسو کالو په موده کی ټولټال پر ۱۶۱۹ کسانوباندی پدی اړوند څیړنی ترسره کړی او پایلو یی دا ښودلی ده چی ددغو کسانو د ټول شمیر په نیمه برخه کی د زړه ناروغی منځته راغلی ده . دغو کسانو چی دزړه په ناروغۍ اخته شوی ، د څیړنو د پیل په وخت کی یی بولو ( میتیازو ) د بیسفینول مواد په ډیر مقدار درلودل . ښاغلی David Mezer چی د Exeter په پوهنتون کی یو پوهاند دی ، وایی : « دا لا تر اوسه څرګنده نده چی بیسفینول پخپله په مستقل ډول ددی کار لامل ګرځیدلی یا د نورو موادو سره په ګډه ددی کار جوګه کیږی . په هرحال پکار ده چی چارواکی د نوموړو موادو د نه کارولو په هکله فکر وکړی او همدارنګه باید د نورو څیړنو پر بنسټ دا هم څرګنده شی چی بیسفینول د انسان په بدن کی څه ډول فعل او انفعالات رامنځته کوی او پر زړه باندی په کوم ډول منفی اغیزی ښندی » .
په ډنمارک کی دتیر ۲۰۱۰ کال راهیسی په هغو لوښو او بسته بندیو کی د Bisphinol A کارول منع شویدی چی تر دری کلن عمر پوری ماشومانو د خوراکی شیانو سره تماس لری لکه د چوشک ښیښه ، د خوراکی توکو قطی اونور . مګر د خوراکی موادو د یو لړ نورو بیشمیره کنسرو قطیو داخلی برخه لا اوس هم چی موږ یی هره ورځ کاروو ، د بیسفینول په خطرناکو موادو لرونکو شیانو باندی پوښل کیږی . دا هغه څه دی چی باید په ټینګه ورته پام واړول شی او دمخنیوی پر لارو چارو یی غور وشی .
Bisphenol A د خوراکی توکو د قطیو په پلاستیک او دداخلی مخ په لاک کی کارول کیږی . دا ماده چی د پولی کاربوناټ او Epoxide تولیداتو په ترکیب کی ګډون لری ، دانسان پر هارمونی سیسټم باندی منقی اغیزه ښندی . پر موږکانو باندی ددی مادی لابراتواری تست وښوده چی جنین وژونکی اغیز لری . نوموړی ماده په اروپایی اتحادیه کی د هارمونی سیسټم د اخلالونکی مادو په لست کی شامله شویده . فرانسی پدی وروستیو کی ددی مادی کارول په ټولو هغو قطیو کی چی د خوراکی موادو سره په تماس کی راځی ، منع کړیدی ) .
پای
۶ / ۶ / ۲۰۱۲