د زرداد پاټک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 50833
شریف الله شرافت
دخبریدو نیټه : 2012-09-19

هغه پاټک چه انسان پکی د سپی جامی په تن کړی وی او د ضرورت په وخت کی به یی مسافر داړل. هغه پاټک چه چیرته به د مسافرو څخه پیسی، ساعتونه،قیمتی شیان اودښځوڅخه به سره زر او سپین زر په زوره اخیستل کیدل. پدی پاټک کی زرداد یو څڼور ځوان ساتلی وه چه خلکو به ورته د زرداد سپی ویلو. نو کله چی به د مسافرو موټری نوموړی پاټک ته را رسیدی نو موټر چلونکی به په دومره زور سره په بریک پښه ټینګوله چی حتی د موټر ټایرونو به په سرک ښاپونه جوړول. دلته یوه قیصه را یاده شوه او ذکر کول اړین بولم چه دا د یو سپن ږیری قیصه ده. د مسافرو موټر د زرداد پاټک ته را ورسید، دسرک په منځ کی یوڅڼور ځوان چه ډیره قهر جنه څیره یی درلوده ولاړ وه. د دی په اشاره موټر چلونکی په بریک ډیره په بیړه پښه را ټینګه کړه او د ټیرونو اواز د سپرلیواو موټر چلونکی غونی زیږ کړو، وپری خپل څادرپردوی راخورکړو اولړزی ونیول. څڼورځوان موټر ته را نژدی شو او خلکو ته یی په رډو رډو سترګو کتل، وویل چی ټول موټر نه راښکته شی، موټر چلونکی پوه شو او سپرلیو ته یی وویل: قومندان صاحب چی هر څه وایی هماغسی و کړی. دموټرنه ټول راښکته شول اوپه قطار یی ودرول ،تلاشی تی شروع کړه .پیسی،ساعتونه او د ښځوڅخه یی سره زراو سپین زر ټول واغستل، قطار په پای کی یو سپین ږیری بابا ولاړ وه اودساعت ورکولوڅخه یی انکاریی وکړه، څڼور ځلمی ورته اوویل چه ساعت راکړه! باباپه زوره وخندل او وویل: ځوانه ساعت در کوم خو په یو شرط. څڼور ځوان ا وویل: ولی مرګ غواړی. .بابا اوویل:دټوپک په کونداغ زمادا خوله اووهه چی ماته شی. ددی خبری په اوریدوسره خلک هک پک حیران شول، بابا څه وایی داخواوس روغ رمټ وه . خو دققه لا تیره نه وه چه بابا پر ځمکه راپریوته او د خولی څخه یی وینوداری وهلی، خلکو بابا په بیړه راپورته کړو،بیا سپین ږیری خپل ساعت څڼور ځلمی ته ور وغورځوو،اودځمکی څخه یی راپورته کړو وروسته یی په ډیر قهر جن اواز ا وویل: چی ځی ورک شی. سپرلیو بابا ته کتل راکتلی چا کی جرت هم نه وه چه بوښتنه ځینی وکړی چی تا دا ولی وکړه. خو د ډیری چوپتیا وروسته یوی سپرلی تری پوښتنه وکړه چه بابا جانه تا دا څه وکړه،داخولیونی سپیان دی دوی ته کوری وویل هم ځان په زوره داړل دی. بابا ورته وویل: زما خوله د ماتیدو وه خو ما ته نشوه ځکه چی په همدی خولی ما ددوی لپاره دبریالیتوب دعاګانی کړی وی چه خدایه مجاهدین کامیابه کړی ،د هر مانځه نه پس به همدا دعا زما په خوله وه نو ځکه می عوښتل چه زما خوله را ماته کړی. نود زرداد پاټک کی چه څو مره ظلمونه شوی زما قلم تری عاجز دی چه ټولی پیښی ولیکم او تفصیل سره یی ستاسی حضورته کیږدم پخوانی خلک وایی(د یو ممیز(وڅکی) او د بوجی ممیزو خوند یودی) نوما هم د زرداد پاټک د ظلمونو څخه د ظلم اوا ستبداد یوه پیښه ستاسی حضورته کیښوده. زرداد، قلم او چمن دا دری پاټکیان ډیر په افغانستان کی ډیرمشهوروه ، خو بیاخدای پاکستان ته ورک کړه او خلک تری بی غمه شول. پاکستان کی یی همدا عادت وه، هغه چا رښتیا ویلی چه د((پردی سل کو رونه وران کړی خپل یو کور به پری آباد نکړی)). د پیښور په بیلا بیلو برخو کی د مهاجرینو کمپونه موجودوه، چی ځینو خارجی موسسو به ورسره مرستی کولی. یو ورځ د خارجیانو موټری د مهاجرینوکمپ ته راغلی اود زرداد جیبونه هم تش شوی وه ، مهاجروسره خویی هیڅ هم نه وه پریښی چی تری لوټ یی کړی. د موسسی دوه دری موټریی په زور د خارجیانو څخه ونیولی او خرڅی یی کړل. د دی هم دا کار وه. هغه د چا خبره د سلو کالو وږی په سلو کالونوکی هم نه مړیږی. زرداد باندی په پیښور کی د رزق دروازی هم بندی شوی. د لندن د تلو خوبونه یی لیدل چه لندن ته ولاړشی او پاتی ژوند هلته تیر کړی. لنډا دا چی لندن ته یی سیاسی پناه یوړه. او قبول شو. د وخت په تیریدو سره داسی بریښیدل چه زرداد نور د لندن جګی جګی ماڼی، دنګ دنګ ښارونه او د لندن مستی پیغلی هم ونه ګوری او هداسی وشول. په زرداد پسی د پښورهغه زوړ کیس راووتو چه د موسسی موټری یی په زور نیولی وی. زردادته لا پته نه وه چه زه دا هم لکه د افغانانو مال دی لوټ یی کړه. او بیا څوک یی تپوس کوی. د لندن محکمی زرداد محاکمه کړو او د شلو کالو بند تیرولو سزا یی ورته واوروله. زمونږ مشرانو چی څه ویلی د کاڼی کرښه وی ویلی یی دی. چه زور یی نهمی میاشتی ته وځی. اوسی نژدی دی چی دزرداد شل کاله بند هم پوره کیږی او پدی نژدی ورځو کی به یی افغانستان ته ډیپوټ کړی. خلکو رښتیاویلی،چی ځی ځی ابازو له به راځي. لکه څرنګه چی زرداد تیرعمر په یواو بل ځای کی تیرکړو،خودخلکوپه زړونو کی دنفرت چینی لاوچی شوی نه دی اولا په خوټیدو دی. لندن خو لا ډیر ښه وه چه دموټرو په بدل کی یی شل کاله بندی کړو،که کوم یو دموسسی غړی یی وژلی وی نو داخو کره اوجوته خبره ده چی دهغی بدل کی به یی ادام کړی وی. که چیرته زرداد افغانستان ته ډیپوټ شی بیا به خپل حکومت اوګورو چی ددی دومره ظلمونو په بدل کی زرداد له څرنګه هرکلی کوی، اودخلکو پوښتنه تری څنګه کوی. که دلندن حکومت زرداد راسا دافغانستان خاوری ته راولیږی ، زما په اند دزرداد په رارسیدو سره به دخلکو زاړه زخمونه تازه شی، اوپلازمینه کابل اونوری سیمی خو به په لارینونو ډکی شی،اوخلک به ددی دمحاکمه کیدو غوښتنه کوی. خوزه به اوایم زمونږ حکومت دی نورو جنایتکارانو سره کړی چی اوس به زرداد محکمه کوی دلته داسی جنایتکاران دی چی ددی ظلمونه ورته نصوار هم نه دی،هغوی محاکمه نه شونودابه څرنګه محاګمه شی.