Benawa :Online Pashto World ~ بېنوا : پرلیکه پښتو نړۍ
په عامومحفلونوکی سګریت نوشي وغیره:
په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53043دارالافتاء ابوالفضل.دخبریدو نیټه : 2013-01-19
فتوي نمبر(۶۷۷)
مفتي :
ستر علمي او روحاني شخصیت علامه، محقق محمد معين الدين أبوالفضل ، افغاني کان الله له ودامت برکاته
.مستفتي /زاهب.
زماپوښتنه داده چي په محفلو کښي لکه دعقد دنکاح محفل ، اوياپه داسي خونه کښي چي دقرآنکريم ختم په کښي شروع وي ، ياشروع کيږي دسګریټ يادبېړئ څکول شرعا څنګه دي؟؟..؟.
الجواب ومنه الصواب
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم.
محترمه وروره ! که بېړئ وي که سګريټ اويادبل داسي شي خورک وي چي بدبويي لري په داسي ځايو کښي لکه چي تاذکر کړيدي په شريعت کښي حرام اوناروا کارونه دي.
[فتاوي کامليه/ص۲۸۶].
والسلام ومن الله التوفيق.