غرل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53165
مصطفی سالک
دخبریدو نیټه : 2013-01-27


راځه چې اوس مې جوړه له تاوانه زنده ګي ده
جانانه وجانانه بلاګرانه زنده ګي ده

چې تامې دزړګي خښته په خپلو لاسو ویستې
له هغې نه تراوسه مې لا ورانه زنده ګي ده


هغه پرتا مینه وه چې ته له مانه لاړې
پیښمانه راته ښکاري،ځي روانه زنده ګي ده

دژوندپه شراوشورکې سندريزې سترګي ګوري
دې بعضو خوش نصیبو ته اسانه زنده ګي ده


احساس یې ماته نه شي،خوجانان مې راته وایې
له ځمکې نه شروع ده،تراسمانه زندګي ده