ارزګان: د نيالګيو د ايښودلو لړۍ پيل سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 53771

دخبریدو نیټه : 2013-02-25

د پسرلي په رارسیدو سره په ارزګان ولایت کې د مثمرو او غیر مثمرو نیالګیو د کینولولړۍ د ارزګان والي لخوا د نیالګي په کینولو سره پیل سوه. ارزګان والي د نیالګي کینو پرمهال د خبریالانو په وړاندې وویل چې په تیرو کلونو کې هم په یاد ولایت کې ډیری نیالګي د کرهڼې ریاست له لوري ویشل شوي خوداچې ساتنه او روزنه یې نه درلوده په ټولیزه توګه ټول نیالګي له منځه تللي نوموړي زیاته کړه چې دوی به په روان کال کې هغو بزګرانو او د ادارو مسؤلینو ته نیالګي ورکړي چې دوی ته د نیالیګو دحفاظت او سالمې روزنې په اړه تضمین ورکړي. ارزګان والي وویل نیالګي نه یوازې داچې د سیمې د ښایست سبب ګرځې بلکې د چاپریال ساتنې او تازه هوا په رامنځ ته کولو کې مهم رول لري آخندزاده پرخلکو غږ وکړ چې هرڅوک باید د خپل کور مخې ته یو نیالګی کینوي او سالمه روزنه یې وکړي. د ارزګان ولایت د کرهڼې رییس سردارمحمد الکو وویل چې دوی به سږکال ټولټال ۱۵۰۰۰ مثمراو زینتي نیالګي کینوی چې د لسو زرو نیالګیو مرسته د سولې د عالي شورا له لوري ورسره شوې نوموړي زیاته کړه چې دوی به نه یوازې د ا نیالګي بزګرانو ته ورکړي بلکې د سالمې روزنې په موخه به بزګرانو تر ترنینګونه او وسایل هم ورکړي.