د ۱۳۹۱ ل کال د کانکور نتایج چي د لوړو زده کړو د وزارت په ویب پاڼه کي د ډیرو زیاتو ستونزو سره کتل کیږي او محصلین هر کال له دغه چاري څخه سخت سر ټکوي نو مو وپتیله چي د وس تر بریده دغه چاره د یو شمیر محصلینو لپاره اسانه کړو .
دم ګری مو د کندهار ولایت د کانکور د ازمویني نتایج تر لاسه کړي دي چي تاسي ئې په لاندي لینک کي کتلای سی او هڅه به وکړو که مو د نورو ولایاتو دا هم ترلاسه کړل تاسي ته به ئې خپاره کړو
باید ووایو که د چاسره د کوم بل ولایت د ازموینو نتایج وي هیله ده چي زموږ پر بریښنالیک ئې زموږ سره شریک کړي ترڅو د محصلینو لپاره دغه سرخوږي ته مو تر یوه حده جواب ویلي وي
د کندهار ولايت، د (١٣٩١ل.) کال د کانکور نتايج