سلامونه اونيکي هيلي دبينوا وټولو کارکوونکو او ومولوي محمدمعين الدين ابوالفضل صاحب ته وړاندي کوم .
له مفتي صاحب څخه ځماپوښتنه داده چي که يوه سړي په لمانځه کښي يو وار يادوه واره يادرې واره لاس پورته کړئ اويو ځائ يې وه ګروئ لمونځ يې فاسديږي ؟
نحمده ونصلي علي رسوله الکريم
الجواب ومنه الصواب
که يوچا په لمانځه کي په يوه قيامه کي يعني په يوه ولاړه کي ، ياپه يوه رکوع کي ،ياپه يوه سجده کي درې واره متصل ځان و ګراوه هروار ده لاس پورته کړۍ لمونځ يې فاسد سو . والسلام [ص۱۰۴ج۱عالمګيري ]