د هيواد د کريکټ ملي لوبډله نن د نميبيا په لوري روانه سوه.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56356
عادل احمد
دخبریدو نیټه : 2013-07-31

د هيواد د کريکټ ملي لوبډله نن د نميبيا په لوري روانه سوه.
افغانان به په نميبيا کي د لويو وچو او ۲۰۱۵م کال نړيوال جام په غوراوي سياليو کي د يادي لوبډلي سره لوبي تر سره کړي.
دغه مسابقي په راتلونکي يکشنبي د اګسټ مياشتي پر ۴مه نيټه پيليږي.
په روانه روژه کي ملي لوبډلي ددغه سياليو لپاره د کابل په ګرمي کي تمرينونه تر سره کړه،چي ۱۵ ورځي يي دوام درلود.
د هيواد کريکټ بورډ په خپله رسمي ويبپاڼه کي ليکلي چي د يادو مهمو لوبو لپاره يي پياوړي لوبډله چمتو کړي.
له دغه سياليو وروسته د هيواد کريکټ ملي ټيم د سينګاپور هيواد ته ځي،او هلته به د اسيا له يو شمير پياوړو لوبډلو سره بخت وازمايي