خبرتيا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59107
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2014-03-26

درنو هيوادوالو! دسويډن دمالمو پښارکښي د افغانستان د ولسمشری مقام ته د ۱۳۹۳ کال ټاکنو له پاره د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماند کېدوڅخه د هغه د مینه والود ملاتړ غونډه دروان کال دمارچ دمياشتي پر ۲۹ دورځې پر يوه بجه جوړېږي . د افغانستان د ولسمشرۍ مقام ته پېژندل سوی نوماند ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزی د تحول او تداوم ټیم مینه وال دنوموړي د ټاکنیزکمپاین څخه دهر اړخيز ملاتړ په موخه دسويډن دمالموپه ښار کې غونډه جوړوي . غونډي ته دمالمو اوددې ښاردشاوخوادنورو وړو ښارونوڅخه د اوسېدونکو افغانانو دسیاسي،فرهنګي او ټولنیزو سازمانو استازي اوخپلواک شخصیتونو اوټولوافغانانوته بلنه ور کول کيږي ،چې دخپل نوماند ښاغلی اشرف غني احمدزی او د هغه د ټیم سره د ملاتړ څرګندولو په خاطر په دې پرتمینه غونډه کې فعال ګډون وکړي. يادونه : زموږ دمعلوماتوله مخې دډنمارک دپلازميني کوپنهاگن دښار يوشمېر افغانان هم علاقه لرې پدې غونډه کي برخه واخلي ،دا دوستان کولاي سي زموږ سره پدې درنه غونډه کي برخه ولري . پته : Docentgatan 10 E / دمالمو ښار دنيدالې سيمه اړينه تلفون شمېره :0736511569