پسرلی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59154
اشنا
دخبریدو نیټه : 2014-03-31

 

 پسرلی په طبعیت کې یو هنر دی
 د خالق عظیم قدرت د هغې رهبر دی

 سپېره غرونه او ډاګونه ټول سمسورشي
 هر طرف ته د ښکلا جوړ سمندر دی

 په ځړښت باندې بری د ځوانۍ ګوره
 دې موسم په هر څه کړی یو اثر دی
 طراوت او تازه ګي په عام صورت شي
 چی شامله پکې دښته هر یو غر دی

 دا هنر نه دی نو څه دی ورته ځیر شه
 له هر څه نه یي ډېر ښکلی مازیګر دی

 شپه یې ښکلې ورځ یې ښکلي هرڅه ښکلي
 چا چې کړی دې تابلو ته یو نظــر دی

 هنرمند ته په زړه پورې مدرسه ده
 او شاعر ته هم دا څومره ښه منظر دی

 پسرلي کې ستر رازونه د قـدرت دي
 اشنا څوک چې دغه راز باندې خبر دی

 شاعر-ارواښادسیف الرحمن(اشنا)