ازاد نظم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59174
څولیزی
دخبریدو نیټه : 2014-04-02

 

زه ددې وطن سړک یم‎

 

 

    
 
Inbox
 x 
    

 

 

 

 

 

 

 

 
 زه ددې وطن سړک یم
 پرما ظلم او تېری کېږي
 ټیکسي وان که لاري وان وي
 کړي بې درېغه بریک او ځغلي
 په هر ځای یې چې وه خوښه
 بس تم ځای راباندې جوړ کړي
 زما وړتیا ده د شل ټنو
 پرما لېږدوي سل ټنه
 زما د څنګ نالۍ دي ډکې
 په خاورو پلاستکو او خځلو
 اوبه زما په خېټه ډپې
 کله کله ام را ګوزار کړي
 د کیلې پیپسي برګرو پاکټونه
 زما پر غاړه دي درې نښې
 شنه سره ژېړه د ترافیکو
 هېڅوک نشته چې نظر کړي
 پورته ښکته اشارو ته
 ځي په خپله لاره درومي
 کله یې زړه کله یې خوښه
 زه ددې وطن سړک یم
 پرما ظلم او تېری کېږي