بی فکره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59212
مزدورزوی
دخبریدو نیټه : 2014-04-06



 چی زما ؤ زما نه شو دځان نه شو
 سر یی ورکړو په ایمان دایمان نه شو
 چی هر څومره یی هوس دهورو زیات دی
 پښتون نیم نا مسلمان، مسلمان نه شو
 قافلې د پرمختګ چی څومره شورکړي
 ولې ویښ داویده شوی افغان نه شو
 غټ خوبونه دنیکونو په نوم ویني
 خو په فکر دنړۍ او دځان نه شو
 دسیندو په غاړه دښتې للمې وسوی
 دباران په تمه زوړ شو باران نه شو
 دپښتو او افغانیت لار یی خوښیږي
 خوپه لاردپښتنوالي روان نه شو
 خدمتګاره قوم دی مري خوډیر آرمان دی
 چی آرمان یی دآرمان په آرمان نه شو

محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی‎