په خوست ښار کې دوې چاودني وشوې .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59224
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-04-09

په خوست ښار کې دوو غبرګو چاودنو ديارلسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، چې اوه په کې پوليس دي.

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ د وري په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ چاودنه نن سهار نهه بجې د خوست ښار د بلند منزلو په سيمه کې د امنيې قوماندانۍ د نشه يي توکو پر ضد د پوليسو پر يوه رينجر موټر وشوه.

نوموړي وويل، په دې چاودنه کې، چې د سړک غاړې د ماين له امله وه، يو ملي پوليس وژل شوی او څلور نور ټپيان دي.

مبارز ځدراڼ زياته کړه، چې دويمه چاودنه څو دقيقې وروسته په همدې سيمه کې د برق په يوه صندوق کې د ځای پر ځای شوي بم له امله شوې ده.

د نوموړي په وينا، په دويمه بمي چاودنه کې څلور ملکي وګړي ټپيان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دې پېښو مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.