ډاکټرپالوال د درملني په موخه هند ته وړل کیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59232

دخبریدو نیټه : 2014-04-09


د پښتو ژبي لوی لیکوال او څېړونکی؛ د انتروپولوجۍ ډاکټر ښاغلی عبدالرازق پالوال چي د اوږدې مودې ناروغیو یې د مقاومت توان کم کړی دی سبا پنجشنبه؛ د درملني په موخه د هندوستان هیواد ته وړل کیږي.
په کندهار کي د ښادمن ګام مدني خوځښت د رسنیو استازو ویلي دي چي د ډاکټر پالوال د درملني چاري او لګښت دغه مرکز پر غاړه اخیستي دي.


سره ددې چي د استاد پالوال ناروغۍ نوموړی دوې اونۍ وړاندي لا د روغتون تر بستره رسولی وو، پر حال یې فرهنګپالو او رسنیو هم اندېښنه څرګنده کړې وه خو د سیمه ییزي ادارې چنداني پاملرنه یې جلب نه کړای سوه.


د ښادمن ګام دغه خیریه- فرهنګي اقدام سر له اوسه ستایل سوی دی.


باید وویل سي چي د ښادمن ګام د مشر؛ حاجي حکمت الله ښادمن لخوا د کندهار او په مجموع کي سیمي لپاره، دې ته ورته خورا ډېر او پر ځای خدمتونه تر سره سوي دي.