ښاروالي کلات ښار ته پنځه لويي دروازې جوړيږي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59235
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-04-10

د زابل ولایت دولتي چارواکی وايي چې دکلات ښار په شاوخوا کې به پنځه لويي دروازي جوړي کړي چې ورسره به ددې ولایت په امنیتي وضعیت کې مثبت بدلون راشي
د زابل ښاروال کریم الله حکیمي وايي چې دغه پنځه دروازې به د لسو میاشتو په موده کې د ښاروالۍ په لګښت جوړي شي او ورسره به لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
نوموړي وايي چې دا د دروازي د کلات ښار په څلورو خواو کې جوړیږي چې په جوړیدو به یې د کلات ښار ښکلا نوره هم زیاته شي.
د زابل والي محمداشرف ناصري وايي چې پردغه پروژه به څه باندي ۱۷ میلونه افغانۍ ولګول شي چې له دولتي بودیجي ورکول کیږي
ناصري زیاته کړه چې د دروازو پر شاوخوا به د زابل مشاهیرو عکسونه هم ولګول شي.
د دغو دروازو د جوړیدو له امله د کلات ښاریان هم خوښ بريښي او وايي چې ورسره به د ښار امنیت په اسانه ونیول شي.
د یادولو وړ ده چې دا اتمه لویه پروژه ده چې د نوي ښاروال په مقرریدو سره په زابل کې عملي کیږي