دټاکنوخپلواک کمېسون نن دټاکنوقسمي پایلې اعلانوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59259
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-04-12

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي د وري د ۱۶ مې د ټاکنو قسمي پایلې به نن اعلان کړي. سره له دې چې ټاکل شوې و د یو شمېر ولایتونو ۱۰ سلنه پایلې پرون اعلان شوې وی، خو د ناڅرګندو دلایلو له کبله اعلان نه شوې. کمېسیون وايي چې نن به د ۲۷ولایتونو د شمېرل شویو ۱۰ سلنه رایو پایلې اعلان کړي. د پلان له مخې به د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړۍ پایلې د غويي په څلورمه او وروستۍ پایلې د ټاکنیزو شکایتونو تر څېړولو وروسته د همدې میاشتې په ۲۴ اعلان شي.