په فراه کې طالبانو دری افغان سرتیري تښتولي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59260
سید سلام
دخبریدو نیټه : 2014-04-12

د فراه چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو له خوا درې پوليس تښتول شوي دي. د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال محمد رضا يعقوبي دغه کسان د فراه مرکز ته نږدې د کورغ زده په سيمه کې پرون له غرمې مخکې د وسله والو طالبانو له لوري ښکته شوي او له ځان سره يې بېولي دي. ده زياته کړه، يادو درېيو پوليسو په فراه ولايت کې ايران ته څېرمه په يوه سرحدي پوسته کې دنده ترسره کوله.