د مشرانو جرګې ځينو غړي وايي ،چې حکومت بايد هر څه ژر د طالبانو د رهبرۍ شورا د پخواني غړي معتصم اغاجان د موندلو لپاره هڅې پيل کړي، ځکه چې هغه په افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې کولې.
تېره ورځ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وويل، چې معتصم اغاجان له يوې مودې راهيسې په متحده عربي امارتو کې لادرکه شوى دى.
د مشرانو جرګې غړيو د دې جرګې په نننۍ غونډه کې ټنيګار کاوه ،چې حکومت بايد هرڅه ژر معتصم اغاجان پيدا کړي .
په ياده جرګه کې د دايکنډي استازي علي اکبر جمشيدي وويل، چې اغاجان له منځلارو طالبانو څخه و او له ډيرې مودې راهيسې يې په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره هڅې کولې .
هغه زياته کړه ، چې د معتصم اغاجان په لا درکه کيدو کې د سيمې استخبارات لاس لري، ځکه چې د سيمې استخبارات نه غواړي په افغانستان کې سوله ټينګه شي .
دى وايي ، چې د عربي متحده اماراتو دولت بايد اغاجان پيدا کړي، ځکه چې په دې هېواد کې ورک شوى دى .
په ياده جرګه کې د اروزګان استازي حاجي امان الله هم ورته نظر لري او وايي ، چې د اغاجان هڅې دې ته نږدې شوې وې ، چې طالبان له افغان دولت سره د مذاکرې ميز ته کېنوي .
د سولې عالي شورا په دې وروستيو کې ويلي و، چې ډېر ژر به د معتصم اغا جان په مشرۍ د طالبانو له مشرانو سره د سولې خبرو دويم پړاو پيل کړي.
د مشرانو جرګې يو شمير نورو غړيو هم ورته نظر درلود، خو په ياده جرګه کې د باميانو استازي هدايت الله رهايي وايي ،چې افغان دولت بايد خپل دوستان او دښمنان وپيژني .
دى وايي،چې افغان دولت بايد د هغو طالبانو د پلټلو هڅې ونه کړي،چې بهر کې لا درکه کيږي او يا هم وژل کيږي .
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار د مشرانو جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون ته دنده ورکړه ،چې د اغاجان د لا درکه کېدو په اړه د بهرنيو چارو له وزارت نه پوښتنه وکړي او پايله يې له مشرانو جرګې سره شريکه کړي .
د هغه په وينا، اول بايد دا خبره روښانه شي ، چې معتصم اغاجان اماراتو ته د خپلو سياسي فعاليتونو لپاره تللى و او که د افغان دولت او طالبانو ترمنځ يې د سولې د خبرو زمينه برابروله.
تېره ورځ د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني په يوه خبري غونډه کې ويلي و د دې لپاره ، چې معتصم اغاجان د افغانستان د سولې په پروسه کې فعاله ونډه درلوده، افغان دولت هڅه کوي،چې د اماراتو له لوړ پوړو چارواکو سره په ليدنه کې، د هغه د برخليک د روښانېدو په اړه ګام پورته کړي.
هغه ويلي و، چې افغان دولت د اماراتو له چارواکو سره اړيکه نيولې او هڅه کوي، چې د ياد طالب چارواکي برخليک معلوم کړي، خو په دې اړه يې معلومات نه دي تر لاسه کړي.