د فوايد عامې وزارت مرستيال تښتول شوى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59280
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-04-15

د فوايد عامې وزارت مرستيال نن سهار په کابل ښار کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وتښتول شو .

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي د وري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ياد وزارت مرستيال انجنير احمد شاه وحيد نن سهار د کابل ښار د يوولسمې امنيتي حوزې له مربوطاتو څخه د وسله والو له خوا تښتول شوى دى.

هغه زياته کړه، چې نن سهار شاوخوا اوه بجې د کابل دخيرخانې له ٣١٥ سيمې څخه ددندې پر لوري روان و، چې د وسله والو تر بريد لاندې راغى.

د ستانکزي په وينا، په دې بريد کې د هغه موټر چلوونکى ټپي شوى دى.

دى وايي، چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.