د کندهار ملي امنيت يو تن جعلي اسناد جوړوونکى نيولى دى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59281
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-04-15

 
په کندهار کې چارواکي وايې چې ،  د کندهار د ملي امنيت منسوبينو په سرحدي ولسوالۍ سپين بولدک کي يو تن جعلکار چي د موټرونو جعلي نمبرپلېټونو او جوازسيرونو جوړول يې بوختيا وه، ونيوى.
 
د کندهار مطبوعاتي دفتر وايې چې ، ياد نيول سوى کس شاکرالله د محمد اشرف زوى د ننګر هار ولايت اصلي او سېدونکى دى، چي دوې ورځي وړاندي د تخته پُل ولسوالۍ په مربوطاتو کي له ٣٤ جعلي نمبرپلېټونو او ٧٠ جلده جوازسيرونو سره يو ځاى ونيول سو.
 
نيول سوى کس ياد نمبرپلېټونه او جوازسيرونه په يو ټکسي موټر کي په ډېر مهارت ځاى پرځاى کړي ول، چي وار له مخي د پوليسو له لوري ونيول سو.
 
سرچينه وايې ، دغه کس غوښتل چي ياد نمبرپلېټونه او جوازسيرونه په ښار کي پر هغو موټرچلوونکو وپلوري، چي موټرونه يې اسناد نه لري او په دې توګه امنيتي ستونزي رامنځته کړي.