لغمان: د عُمري په ګډون شپږ وسله وال وژل سويدي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59284

دخبریدو نیټه : 2014-04-15

هغه عملیات چې نن سهار د الینګار ولسوالۍ په نورلام صیب دره کې ولسي پاڅون کوونکو د افغان امنیتي ځواکونو په ملاتړ پیل کړي او لا هم دوام لري، تر دې دمه په کې د وسلوالو مخالفینو د مشهور قوماندان عمري په ګډون شپږ تنه وژل شوي او څلور تنه یې زخمیان دي.

د دې عملیاتو په ترڅ کې تر دې مهاله وټه جبارخیل، پریانه او یو شمیر نور کلي د مخالفینو له شتون څخه تصفیه شوي او یو ماین د ملي اردو له لوري خنثی شوی.

همدارنګه په دغو عملیاتو کې د ملي اردو دوه تنه سرتیري هم په شهادت رسیدلي او یو تن پولیس ټپي شوی دی.

لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي د سولې او وطن په لار کې د ملي اردو د دوه تنو سرتیرو سرښندنه ستايي او د هغوی د شهادت له امله د هغوی کورنۍ او دوستانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې، هغوی ته د څښتن تعالی له درباره د فردوس جنت، کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپي ته د ژر تر ژره روغتیا هیله لري.